د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا ضد دارو "ريمډيسيور" به څومره موثره وي؟


ريمډيسيور دارو
ريمډيسيور دارو

پراګ - په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت ادعا کړې چې د کورونا ضد دارو جوړول به ژر پيل کړي ، په هغه هېواد کې د دې ناورغۍ له وجې د مړو شميره له اتو سوو زياته شوې ده.

د سرکاري وبپاڼې ترمخه د مې تر ۱۶ مې له کورونا وايرس څخه ۸۳۴ کسان مړه شوي او تر لسو زرو زيات جوړ شوي دي.

د شمېرو ترمخه په خيبر پښتونخوا کې ۵۶۷۸، په بلوچستان کې ۲۴۵۷، په سند کې ۱۴۹۱۶، په پنجاب کې ۱۴۲۰۱ او د پاکستان تر انتظام لاندي کشمير کې ۱۰۸ کسان په کورونا وايرس اخته شوي دي.

ريمډيسيور دارو په اړه څيړني رواني دي: ډاکټر ناصر خان


دا په داسې حال کې ده چې د اپريل په ۲۹مه د امریکا حکومت د ريمډيسيور په حواله ويلي وو چې، په تجرباتي توګه دې دارو له کووېډ – ۱۹ ناروغۍ څخه په کم وخت کې د رغېدو په برخه کې هیلې ټوکولې دي.

بلخوا د صحت نړيواله اداره وايي، چې د کورونا وايرس تر دې دمه حتمي علاج نه دی موندلی.

کورونا وايرس په اول ځل د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې څرګند شوی وو. ځکه خو ورته COVDI 19 یانې کورونا وایرس ډیزیز -۱۹ ویل کېږي.

د امريکا جانز هاپکنز پوهنتون د شميرو ترمخه د مې تر ۱۶مې پوري په ټوله نړۍ کې د کورونا وايرس د مثبتو پېښو شمېره ۴،۵۴۳،۲۹۷ ته رسېدلې ده او دې ناورغۍ ۳۰۷،۷۰۵ کسان یې وژلي هم دي.

د کورونا وايرس ضد دارو ريميډيسېور به څومره موثره وي، د دې جوړول به څومره موده وخت اخلي‌ او ايا دا دارو مخکې هم کارول شوي او که څنګه؟

دغه پوښتنې د مشال راډيو خبريال ګل اياز په اسلام اباد کې د شفا روغتون له ډاکټر ناصر خان څخه کړې دي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:10:25 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG