د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وبا د میندو او نویو زوکړو ماشومانو روغتیا ګواښي: یونیسف


ترکمنستانۍ مور له خپل نوي ماشوم سره
ترکمنستانۍ مور له خپل نوي ماشوم سره

ملګرو ملتونو ماشومانو خېرښګړې ادارې یونیسیف خبرداری ورکړی چې د کوویډ ۱۹ وبايي حالاتو په نړۍ‌ کې نویو زیږېدونکو ماشومانو او د میندو روغتیا له ګواښ سره مخامخ کړې ده.‌

یونیسف په دې کې د جنوبي اسیا د هېوادونو ذکر کړی چې پکې پاکستان هم شامل دی.‌

پاکستان د جنوبي‌اسیا په هغو هیوادونو کې شامل دی چې اټکل کیږي د کوویډ ۱۹ وبا له اعلان وروسته په راتلونکو نهو میاشتو کې به پکې د ماشومانو د ولادتونو لوی شمېر وي.‌دا شمیر شااو خوا پنځه ميليون ښودل شوی دی.‌

په ماشوم ناجوړه میندی ځانګړی پاملرنې او پر وخت طبي‌ معاینې ته ضرورت لري‌ چې د نشتوالي‌ په صورت کې د مور او ماشوم دواړو ژوند ته ګواښ ورپېښوي‌.
ډاکټر شهلا مندوخېل


ملګرو ملتونو ماشومانو اداره وايي‌ میندې او نوي زیږیدلي‌ماشومان به له سختو پېښو، لاک ډاون، پر روغتیايي مرکزونو د فشار، د ماهرې طبي عملې ‌او سهولتونو له کمي سره مخامخ وي.‌

د اسلام اباد په پمز هسپتال کې ډاکټر شهلا مندوخیل وايي په ماشوم ناجوړه میندی ځانګړی پاملرنې او پر وخت طبي‌ معاینې ته ضرورت لري‌ چې د نشتوالي‌ په صورت کې د مور او ماشوم دواړو ژوند ته ګواښ ورپېښوي‌.

''د کومې مور چې مخکې په نارمل (عادي) حالاتو کې بچی شوی وي،‌ هغه به د هغو ښځو پرتله دومره په تکلیف کې نه وي د چا چې مخکې یو یا دوه یا درې اپرېشنې شوې وي یا د کومې ښځې چې بچی چپه وي هغه په نارمل طریقه نه شي پیدا کېدای. د هغې به لازماً اپریشن کېږي.‌ یا د کومې ښځې چې فشار یا بلډ پریشر زیات وي او هسپتال یې علاج و نه کړي‌ او یا هغه ښځې چې د شکرې ناروغي لري او یا ورته د سا لندي تکلیف وي نو هغوی له ډېرو ستونزو سره مخامخ وي او باید چې پر وخت یې هسپتال علاج وکړي.‌ که دې ته طبي مرسته ملاو نه شي‌ نو د بچه دانۍ د شلېدو یې سل فیصده خطره وي او ژوند بایللی شي. نو ښځې چې د خپل هسپتال د بندیدو له امله نورو روغتونونو ته ورځي او هغوی یې علاج و نه کړي نو دا هم خطر وي چې هغه ماشوم یې هم دنیا ته را نه شي.‌ نو مور چې په تکلیف شي، ورسره را روان بچی هم ستونزو ته مخامخ شي.''

په خیبرپښتونخوا کې په هسپتالونو کې سختو طبي سهولتونو ته ضرروت دی.
ډاکټر وجیحه


د ډاکټر شهلا په خبره ‌د پمز هسپتال په ګاینوکالوجي څانګه کې پنځو ډاکټرانو او نورې عملې ته د کوویډ ۱۹ ناروغئ لګېدو پس د روغتون د خدمتونو دغه برخه و تړل شوه چې له کبله یې ډېرې مریضانې وار له مخه له ستونزو سره مخامخ شوي.

په پېښور کې ډاکټر وجیحه هم دغو ستونزو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وايي په خیبرپښتونخوا کې په هسپتالونو کې سختو طبي سهولتونو ته ضرروت دی.

دا زیاتوي: ''زه خو به ووایم چې [هسټالونو] کې سهولتونه بیخي نشته. دا هغه څه دي چې د داکټر په توګه یې موږ وینو. زه به ووایم چې دا سهولتونه د لسو یا شل فیصده برابر دي. زما خاوند هم د ماشومانو ډاکټر دی.‌ نو هغه هم راته وايي‌ چې په خیبر پښتونخوا پېښور کې د صحت سهولتونه د نیشت برابر دي.‌''

خو د خیبر پښتونخوا حکومت وايي‌په هسپتالونو کې د سهولتونو کمی نشته او پوره کوشش کوي چې په روانو حالاتو کې ټولو ته پوره سهولتونه ورکړل شي.‌

ډاکټر وجیحه وايي‌ په هسپتالونو کې دوی دا وخت سخت احتیاطي تدابیر په پام کې نیولي‌ دي‌ او ډېر محتاط دي‌خو په ولس کې پوهی ته ضرورت دی چې د میندو او ماشومانو صحت په دغو حالاتو کې له ګواښ سره مخامخ دي.‌

داکټر وجیحه زیاتوي: ''د پېښور په روانو حالاتو کې چې موږ ته د ولادت مخکې یا وروسته کومې مریضانې راځي نو په هغو کې خو بالکل پوهاوی نشته. پرون هم ماته یوه مریضه راغلی وه چې نه یې ماسک او نه یې هم دستانې اغوستې وې.‌ تاسو یقین وکړئ د هغې په کورنۍ کې داسې کسان هم وو چې ټوخیدل او زوکام یې هم و خو ما ته یې ویل چې ډاکټره صاحبه هېڅ هم نه کیږي دا خو عام څیز دی کنه‌. نو بیا ما هغه پوهه کړه چې داسې هیڅ خبره نشته، بچې دا ډېره جدي مسله ده او باید توجه ورته ورکړی ځکه چې دا د ماشوم او مور دواړو لپاره مهمه ده. که د ګواښ خبره وکړو نو هغه له دې سره تړلی وي چې د ولادت ورکولو مخکې مور په کومو حالاتو کې ژوند کوي.‌ که د هغې په کور کې پوهاوې وي‌نو بیا خو ټیک ده هغه به خپل خیال هم کوي.‌ نو خطر خو میندو او ماشومانو دواړو ته شته به تېره هغو میندو ته چې پر ماشوم ناجوړه وي.‌‌ موږ میندی پوهه کوو هم چې تاسو به نه یوازې بهر بلکه د کور دننه هم احتیاط کوئ.‌''

یونسیف پر هېوادونو غږ کوي‌چې د میندو او ماشومانو ژوند ژغورلو لپاره بايد له زېږېدنې څخه مخکې، د زېږېدنې په وخت کې او وروسته خدمتونو ته د هغوی لاسرسی یقیني کړي.

روغتیايي ماهرین دا هم وايي د ماشومانو ژوند خوندي‌ساتلو لپاره ډېره ضروري ده چې ماشومانو ته پر وخت د ناروغیو ضد حفاظتي واکسین ورکړل شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG