د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ايرانه تښتېدلی یو قاضي رومانیا کې ومړ


غلام رضا منصوري د جون پر ۱۸مه د بخارسټ د يو هوټل په لابي کې مړ ومندل شو. (ارشیف)
غلام رضا منصوري د جون پر ۱۸مه د بخارسټ د يو هوټل په لابي کې مړ ومندل شو. (ارشیف)

له ايرانه تښتېدلی یو قاضي چې د درغليو په تور خپل هېواد ته له ممکنه سپارلو سره مخ وو، د رومانيه په يو هوټل کې د لوېدو له کبله مړ شوی.

دا خبره د نوموړي د پوسټ مارټم په ابتدايي رپورټ کې راغلې.

غلام رضا منصوري د جون پر ۱۸مه د بخارسټ د يو هوټل په لابي کې مړ وموندل شو.

د بخارسټ د څارنوال دفتر د جون پر ۲۳مه په يو بيان کې وويل چې د پوسټ مارټم رپورټ ښيې چې ۵۲ کلن قاضي او ملا پر مځکه په شدت سره د غورځېدو له کبله مړی شوی او ښکاري چې نوموړی د هوټل په شپږو چتونو کې له يو څخه پريوتی وي.

پوليسو د هوټل د څارنې ويډيو ګانې ترلاسه کړي چې د منصوري د پرېوتو سبب ولټوي.

منصوري د جون پر ۱۲مه د تهران له غوښتنې وروسته په بخارسټ کې ونيول شو او تر عدالتي کنټرول لاندې و.

نوموړی په ايران کې له يو سوداګر څخه په رشوت اخستو تورن و او ټاکل شوې وه چې د جون پر ۱۰مه يې تهران ته په سپارلو عدالتي اورېدنه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG