د لاسرسي ځای

تازه خبر

باړه کې د ښاروالۍ دفتر پرانستل شو


باړې بازار

د فاټا په خیبر پښتونخوا کې له ورګډېدو پس په خیبر ضلع کې د ښارولۍ ادارې (تحصیل میونسپل ایډمنسټریشن) خپل دفترونه پرانستل.

د باړې تحصیل میونسپل افیسر (ټي ایم او) امیر زیب مشال ریډیو ته وایي، پخوا به دلته ټول اختیارات له پولیټیکل ایجنټ یا مرستیال پولیټیکل ایجنټ سره وو خو اوس د هر کار لپاره د بندوبستي ضلعو غوندې ځان له ادارې جوړېږي، کارونه وویشل شول، پخوا به چې یو کار د ګڼې ګوڼې له لاسه په میاشت کې کیدلو اوس به په دوو یا درو ورځې کې کېږي.

نوموړی زیاتوي پاکي، د اوبو بندوبست، بازار پاکول، د سبزو او مېوو منډیو منظمول، دټرانسپورټ اډې یوځای ته راغونډول، خلکو ته اسانتیاوې برابرول یې د ښاروالۍ ادارې په کارونو کې راځي.

امیر زېب وايي چې له کورونا وبا د ژغورنې په لړ کې به په ټول تحصیل کې جراثیم کش سپرې پاشي او د کورونا مړي خاورو ته سپارل هم د دوی دنده کې راځي. نوموړی زیاتوي چې له کویډ ۱۹ حخه د خانساتنې په برخه کې به هم ولسي اګاهي پیلوي.

یو مدني فعال لطیف شاه اپرېدی وایي،په باړه کې له ډېرې مودې راهیسې ګند جمع شوی دی او باید د ښارولۍ اداره یې له مخې وباسي.دلته دې یوه سرکاري قصابخانه هم جوړه شي چې د څارو طبي معاینه پکې کېږي او خلک معیاري غوښه ترلاسه کړي.

د ۲۰۱۸م کال په مې میاشت کې فاټا په خیبر پښتونخوا صوبه کې ورګډه شوه، هلته خاصه دارو ته د پولیسو حیثیت ورکړل شو، عدالتونه ورغځېدلي او حکومت وایی د ۱۰ کلن ځانګړي پرمختیایي پلان لاندې به یې پوړ په پوړ له بندوبستي ضلعو سره برابروي. خو د خلکو په وینا تر اوسه په قبایلي ضلعو کې د پرمختګ هېڅ څرک نه ترسترګو کېږي. د پرمختیايي کارونو لپاره د لسګونه اربو روپیو ورکولو وعدې لاهم نه دي عملي شوې.

XS
SM
MD
LG