د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت قبایلي ضلعو ته پام کوي‌ که نه؟


د خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ
د خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ

پراګ - د قبايلي سيمو د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي، ځوانان او د میرمنو حقونو لپاره کارکونکې وايي، د پخوانۍ فاټا په خیبر پښتونخوا کې له ورګډېدو سره د دغه سیمې نظامي ډهانچه لا هم د نور پاکستان غوندې جوړښتونه انفراسټرکچر نه لري.

دوی وايي، هلته بلدياتي حکومت وجود نه لري، د هرې ضلعې په کچه لکه خیبر، مومند، اورکزو، شمالي او جنوبي وزیرستان او کورمه کې لاهم د عدالتونو، تاڼو او جيلونو نوې ودانۍ او د دې د کارکوونکو لپاره نوي استوګنځايونه نه دي جوړ شوي.

په خېبر پشتونخوا اسمبلۍ کې د مومندو ضلعې استازی او د اپوزيشن ګوند عوامي نېشنل پارټۍ غړی نثار مومند وايي، څلور مياشتې مخکې کورونا ناروغي نه وه نو بيا هم حکومت د دوی په سيمه کې څه نه دي کړي.

نوموړی وايي، ترڅو چې قبايلي سيمو ته د ۱۰ کلن پرمختيايي پلان له مخې د کال پر سر د اېن اېف سي ایوارډ يا قامي مالياتي کمېشن ۱۱۰ اربه روپۍ او نور پرمختيايي فنډونه نه وي ورکړل شوي نو تر هغو ياد کارونه نشي کېدای:

"له دوو کالو راهيسې د اېن اېف سي ایوارډ پېسې موږ ته نه دي ملاو شوې. د کلني پرمختايي پلان په ۸۳ اربه روپيو کې هم يوازې څه باندې څلور فيصده بجټ لګيدلی دی. عدالتونه په زوړ ودانيو کې دي، جوډيشل کمپلکس نشته، روغتونونه کې اسانتياوې د نشت پرابرې دي. پوليس تاڼې ډېر کمې دي بلکې د نشت برابرې دي. په هره قبايلي ضلعه کې يو ډي پي او يا ضلعې پوليس افسر دی او له ده نور پورته اعلا چارواکي نشته."

نثار مومند د مې پر ۲۸مه مشال راډیو ته وويل، د قبايلي سيمو په خېبر پښتونخوا کې ضم کېدل د ترهګرۍ د مخننيوي قامي تګلارې برخه وه چې هدف يې په دغه سيمه کې د هېواد د نورو برخو په څېر بشپړ تعليمي، پوليس او عدالتي نظامونه رامنځته کول او بې روزګارۍ په ګډون نورې مسلې له منځه وړل وو چې دارنګ دغه سيمې د ترهګرو د روزنې لپاره نورې ونه کارول شي خو له بده مرغه دغه کارونه ونه شول چې له امله يې اوس بيا په دغه سيمو کې هدفي بريدونه زيات شوي او وسله وال بيا راپورته کېږي.

په قبايلي سيمو کې د مېرمنو د حقونو لپاره مبارزه کونکي غېر دولتي سازمان تکړه قبايلي خور مشره سمينه اپريدۍ بيا وايي، د قبايلي سيمو په خېبر پشتونخوا کې تر ضم کېدو وروسته حکومت په لومړی ځل د دوی په سيمه کې صوبايي انتخابات وکړل چې پکې میرمنو هم برخه واخسته او دا لوی خبره ده چې دوی اوس په صوبايي اسمبلۍ کې خپل استازي لري.

خو نوموړې د مې پر۲۸ مه مشال راډیو ته وويل چې لا هم موجوده حکومت ته د میرمنو لپاره ډېر څه کول پاتې دي:

"بايد د جينکو لپاره ډګري کالجونه او پوهنتونونه جوړ کړل شي. کومې جينکۍ چې سکول ته ځي نو د دوی لپاره دې د ځانګړي ټرانسپورټ بندوبست وکړل شي. تعليم ته د جينکو تشويقولو لپاره دې هغوی ته مراعات ورکړل شي.اپرېدۍ زیاتوي د تعليمي يافته جينکو د روزګار بندوبست دې وکړل شي.

سمينه اپرېدۍ وايي، موجوده حکومت په کورمه کې رپورټنګ مرکز جوړ کړی چېرته چې ښځينه پوليسو ته میرمنې خپلې مسلې رپورټ کوي.

د دې په خبره بايد چې دا قسمه د ښځو رپورټنګ مرکزونه په نورو قبايلي ضلعو کې هم جوړ کړل شي.

بلخوا د قبايلي ځوانانو غورځنګ مشر احسان الله احسان بيا وايي، که څه هم د قبايلي سيمو په خېبر پښتونخوا کې تر ضم کېدو وروسته صوبايي حکومت د انصاف روزګار په نوم ځوانانو ته د کاروبار پیل کولو لپاره د قرضو ورکولو پروګرام راوړو خو قبايلي ځوانانو ترې ګټه وانخسته ځکه چې د قرضې اخستو لپاره د ضمانت په توګه د خپل ځمکې کاغذونه ورکول او داسې نور شرطونه ټولو قبايلي ځوانانو نشو پوره کولای.

احسان زياتوي چې له کورونا مخکې هم حکومت سره کافي وخت وو خو د دوی په سيمو کې يې هېڅ ونه کړل.

د ده په خبره حکومت له سره پلان نه درلودو او ځوانانو سره کړې ژمنې يې بيخي نه دي پوره کړي: "قبايلي ځوانانو ته د روزګار ورکولو ژمنه شوې وه. په پوليسو کې ۴۰ زره قبايلي ځوانانو ته د څوکيو ورکولو ژمنه شوې وه. تر اوسه چې څومره ژمنې شوې وې يوه هم نه ده پوره شوې. په ټولو قبايلي ضلعو کې د پوهنتونونو او ميډيکل کالجونو د څانګو پرانستو ژمنه شوې وه خو نه ده پوره شوې."

په خېبر پشتونخوا اسمبلۍ کې د جنوبي وزيرستان استازی او د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف غړی نصيرالله خان وايي، دوی دا مني چې د پوليس تاڼو، عدالتونه او جيلونو لپاره يې نوې ودانۍ نه دي جوړې کړي خو په زړو حکومتي ودانيو کې کار روان دی او چې کله کورونا وبا ختمه شي نو دوی به د نوو ودانيو په جوړولو هم لاس پورې کړي.

نصير د مې پر ۲۸مه مشال راډیو ته وويل چې د اېن اېف سي ايوارډ پيسې ځکه قبايلو ته نه دي ورکړل شوي چې په دغې کې ځينې صوبې خپله برخه پېسو اچولو ته تيار نه دي.

البته نوموړی وايي، حکومت يې هڅه کوي چې دغه مسله هواره کړي:"پوليس سټيشنو لپاره پيسې ځانګړې کړل شوي او ډېر ژر به پرې کار پیل شي. د جنوبي وزيرستان عدالتي کمپلکس په ټانک کې جوړېږي نو موږ په دې کوښښ کې يو چې دغه او داسې د نورو قبايلي سيمو عدالتي ودانۍ هم په قبايلي سيمو کې جوړې کړل شي نو دا به ښه وي. روغتونونه او تعليمي ادارې به هم جوړو خو څه ملک غريب دی او لپاسه پرې کورونا وبا هم راغلې نو دا هرڅه به وخت اخلي."

د قبايلي سيمو سياستولان، ځوانان او بشري حقونو فعالان وايي، کله چې قبايلي سيمې په خېبر پښتونخوا کې ضم کړل شوې نو د قبايلي چارو په پخوانۍ اداره فاټا سکټرېټ کې چې څومره څانګې وې لکه د تعليم، صحت، امنيت، سپورټس او داسې نورې نو هغه او د دوی فنډونه صوبايي وزارتونو ته تسليم شول.

دوی وايي، مخکې به دغه څانګې خپلواکه وې نو نيغ په نيغه به يې په قبايلي سيمو کې پرمختيايي کارونه کول او پوښتنه کول به ترې هم اسان وو ولې اوس کار ګران شوی ځکه چې لومړی به د صوبې اعلا وزير محمود خان د پرمختيايي پروژو منظوري ورکوی بيا به یې متعلقه وزارتونه او بيا داسې نورې ادارې نو په دې کې ډېر وخت لګي.

د يادونې ده چې د پاکستان پارلېمان د خیبر پښتونخوا تېرې اسمبلۍ او پخواني صدر ممنون حسېن د ۲۰۱۸ م کال مې مياشتې په اخره کې هغه اييني بدلون منظور کړ چې له مخې يې قبايلي سيمي د خیبر پښتونخوا برخه شوې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG