د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلو سل اربه روپۍ څه شوې؟ قبایل تحفظ مومنټ


په جمرود کې د قبایلو تحفظ مومنټ غونډه
په جمرود کې د قبایلو تحفظ مومنټ غونډه

د قبایل تحفظ مومنټ مشران وایي دوه کاله پوره شول چې فاټا په خیبر پښتونخوا کې ورګډه شوې خو تر اوسه هلته پرمختیایي کارونه نه دي پیل شوي. دوي وایی قبایلو ته ویل شوي ول چې هلته به د ځانګړي ۱۰ کلن پرمختیایی پلان لاندې سالانه سل اربه روپۍ لګېږي خو تر اوسه په دې څه عمل نه دی شوی.

اتوار په ورځ په جمرود کې د قبایل تحفظ مومنټ په دفتر کې د دغې ډلې یو مشر سردار اضغر اپرېدي مشال ريډیو ته وویل، ''نه سل اربه روپۍ راغلې، نه سکولونه جوړ شول، نه نور څه پرمختیایی کارونه وشول، حکومت یوازې هغه ادارې راغځوي چې ټیسکونه پرې راجمع کړي، موږ د فاټا په خیبر پښتونخوا کې د ورګډیدو اوس هم مخالف یو او تر هغې به په احتجاج یو چې تر څو یی خپل شناخت نه وي راکړی.''

د قبایل تحفظ مومنټ یو بل مشر ابو سفیان محسود وايي، د فاټا په خیبر پښتونخوا کې ورګډیو پریکړې ته دې د سره بیا کتنه وشي او قبایلو ته دې ځان له صوبه ورکړل شي، قوم ته دې دا جوته کړل شي چې فاټا په خیبر پښتونخوا کې په آیني او قانوني توګه ورګډه شوې او که غیر آینيی کار شوی، څه وخت لپاره دې وکتل شي چې په دې نوي نظام کې ګټې شته او که نه؟

د نوموړي وینا وه چې د قبایلو لپاره دې د خپلې صوبې لپاره رایه واخیستل شي که د صوبې په حق کې زیاتې رایی راغلې نو باید ځان له صوبه دې ورکړل شي.

یو قبایلي مشر هاشم اپرېدی وایي، په دې موجوده ضلعې نظام کې حکومت اعلانونه وکړي خو کارونه پکې نه کېږي، فنډونه نشته، نه یې بدلون لیدلی دی. د ده په وینا په ټولو قبایلي سیمو کې سرکونه او تعلیمي ادارې ورانې ویجاړې پرتې دي.

له خیبره د قومي اسمبلې غړی او قبایلي او سرحدي امورو کمېټۍ پارلیماني سیکرټري اقبال اپرېدی وايي، په پخواني ایف سي آر نظام کې یوازې مراعات یافته کسانو لپاره کارونه کېدل نو هغوی ځکه نه غواړي چې دا نوې ضلعي نظام دې عملي شي او ډېر زر به په قبایلي سیمو کې پرمختیایی کارونه پیل شي.

دی وايي، د قبایلي ضلعو د قامي او صوبايي اسمبلو غړو حکومتونو ته خپل پرمختیایی کارونه وروړاندې کړي دي او په دې به ضرور عمل وشي.

د خیبر پښتونخوا حکومت ویلي قبایلي ضلعو ته عدالتي نظام غځیدلې، خاصه دارو ته د پولیسو حیثیت ورکړل شوی او هلته د صوبایی اسمبلې په چوکیو باندې انتخابات هم تر سره شوي دي او په مرحله واره توګه به قبایلو ته په خیبر پښتونخوا کې د ورګډېدو ګټې ورسېږي.

XS
SM
MD
LG