د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بجټ ‌کې د پوځ برخه څومره ده؟


د پاکستاني پوځ د مشر جنرل قمر جاوید باجوه په مشرۍ غونډه
د پاکستاني پوځ د مشر جنرل قمر جاوید باجوه په مشرۍ غونډه

د پاکستان حکومت د ۷.۱۳ ټريلينه روپيوو بجټ اعلان کړی دی. د جون په دولسمه پارليمان ته وړاندې شوي د ۲۰۲۰ – ۲۰۲۱ کلني بجټ کې د دفاعي لګښت او امنيت لپاره يو اعشاريه درې ټريلينه روپۍ بېلې شوې دي.

د پاکستان بهرنيوو چارو وزیر شاه محمود قرېشي د جون په ۱۴مه رسنيوو ته لېږلې يوه ويډيو پېغام کې وويل چې د دفاع لپاره ځانګړې شوې پېسې له صحت، ترقياتي کار يا کومې بلې برخې نه دې شکول شوې. نوموړي آن دا ادعا هم وکړه چې دا کال به دفاعي لګښت نه کېږي.

د پوځيانو پینشن لپاره هم د ملکي چارواکو په پرتله په بجټ کې ډېرې پېسې اعلان شوې دي

هغه زیاته کړه: ((موږ کوښښ کړی چې لګښتونه کم کړو. د پېسو په نه لګولو او يا هم کم مصرف سره موږ د حکومت خرچې کمې کړې دي. په دې ترڅ کې مو دفاعي لګښتونو ودرولي دي. دا ډېره غټه فېصله ده. په دې کې زموږد ملک اقتصادي حالت ته په کتو، راسره پوځ، ډېره زیاته مرسته کړې ده.))

د دفاع وزارت لاندې پوځ ته نېغ په نېغه د د دغو روپيوو پر تګ سربيره ځينې پېسې په غېرمستقيم ډول هم ورځي. په دې کې د دفاعي توليداتو او همداراز د ځينو لويو لارو د جوړولو پېسې شاملې دي چې کارونه یې د پوځ د رغونې ادارې کوي. د دې تر څنګ د سمندري ساتونکو يا کوسټل ګارډ او سرحدي ځواکونو یا ايف سي پېسې له دې جدا دي. د دې ټولو پېسو په جمع کولو سره به امنيتي ځواکونه دا کال له يو اعشاريه درې ټريلينو روپيوو څخه ډېرې لاس ته راوړي.

د پاکستاني پوځ د کاروبار په اړه د يو تحقیقاتي کتاب ليکونکې، ډاکټره عایشه صديقه وايي پوځ ته د دومره ډېرو پېسو ورتګ وجه د هغوی ډېر زیات شمېر دی. هغې د جون په ۱۴مه مشال راډيو ته وويل: ((پر دې دومره خرچو سربېره هم زموږ پوځ ځکه جديده ټکنالوژي نه لري چې دوی بيخي ډېر دي. شمېر یې له ۷ لکو څخه زیات دی. نو پېسې ټولې د پوځيانو په تنخاګانو، پينشنونو او نورو سهولتونو لګېږي.))

دا کال به دفاعي‌لګښت نه کېږي. دا غټه پرېکړه ده چې پوځ راسره پرې سلا شوی دی
شاه محمود قرېشي

د تحريک انصاف حکومت دا کال بجټ د کورونا په نامه نومولی وو او چارواکو ويلي وو چې ډېرې پېسې به د کورونا وایرس سره د مبارزې په ترڅ کې د روغتيايي سهولتونو په برابرولو لګېږي. خو په دې بجټ کې یې د صحت څانګې لپاره ۷۵ اربه روپۍ ایښي دي. همداراز د کورونا وایرس له وجې کاروباريانو سره د مرستې او دې وبا پر ضد کار کولو لپاره ۷۰ اربه روپۍ پر دې سربېره دي. دا د ټول بجټ نيزدي ۴ فېصده کېږي.

په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو پوه، انورشاه د جون په ۱۴مه مشال راډيو ته وويل په پاکستان کې د صحت او تعليم لپاره د ډېرو پېسو ايښودلو ضرورت دی خو د تېر په شان حکومت دا ځل هم دې خواته د پام زیاتولو پر ځای، امنيتي ادارو ته ډېرې پېسې ورکړې دي. ((دا د تحريک انصاف حکومت دوهم بجټ دی. د ۲۰۱۹ په شان یې دا ځل هم د تعليم او صحت لپاره ډېرې پېسې نه دې بېلې کړې. په نورو حکومتونو کې هم د دفاع په پرتله تعليم او صحت ته ډېره توجه نه کېدله خو تر دې حده یې پېسې نه وې کمې شوې.))

د تحريک انصاف حکومت د ۲۰۱۹ – ۲۰۲۰ کال په بجټ کې د دفاعي چارو لپاره ۱.۱ ټريلينه روپۍ بېلې کړې وي. دا ځل یې د پينشن پېسې هم تر پخوا زیاتې کړې دي. د پوځيانو د پينشن لپاره یې ۳۶۹ ميليونه او د ولسي چارواکو د پینشن لپاره یې ۱۱۱ ميليونه روپۍ بېلې کړې دي.

XS
SM
MD
LG