د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: کلرکانو په بجټ کې د تنخاګانو نه زیاتو پر ضد لاریون


د مالیې وفاقي وزیر حامد اظهر د ۲۰۲۰ ز کال پر ۱۱م جون ملکي بجټ وړاندې کړ
د مالیې وفاقي وزیر حامد اظهر د ۲۰۲۰ ز کال پر ۱۱م جون ملکي بجټ وړاندې کړ

پاکستان کلرکانو ټولنې نن په پېښور کې لاریون او احتجاج ترسره کړ. دوی د ۲۰۲۰ او ۲۱ مالي کال لپاره په ړاندې شوي بجټ کې د حکومتي مامورینو د تنخاګانو د نه زیتولو پرېکړې پر ضد خپل غږ پورته کړی.

د احتجاج او لاریون پر مهال د یادې ټولنې مشرانو د ویناوو پر مهال وویل، د حکومت د دې پرېکړې پر ضد د جون میاشتې تر پایه به هغوی د وفاقي حکومت په دفترونو کې کار نه کوي.

هغوی غوښتنه کوله چې حالاتو او نرخونو ته په کتو سره دې د هغوی معاشونه زیات کړل شي.

نن د پېښور ترڅنګ د پاکستان په نورو لویو ښارونو کې هم ورته مظاهرې شوې دي.

بل پلو، د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي، حکومت د سرکاري اخراجاتو د کمولو پالیسي پر مخ وړي.

د نوي مالي کال لپاره بجټ د جون په ۱۲مه قامي اسمبلۍ کې وړاندې شو چې اپوزیشن پرې سخت غبرګون وښود او اوس هم په قامي اسمبلۍ کې پرې بحث روان دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG