د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د ایران په اړه د اټومي انرژۍ د ادارې نوی قرارداد ستایلی


د ایران اټومي بټۍ یوه برخه.
د ایران اټومي بټۍ یوه برخه.

د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ملګرو ملتونو د اټومي انرجۍ نړیوالې ادارې (( د بورډ آف ګورنرز)) د هغه قرارداد هرکلې کړی چې د جون پر ۱۹مه منظور شو.

په قرارداد کې له ایرانه غوښتنه شوې چې هغو دوه ځایونو ته دې د رسايي اجازت ورته ورکړل شي چې په دا وروستیو کې ښايي پکې اټومي فعالیتونه شوي دي.

براین هوک وویل، د اټومي انرجۍ نړیوالې ادارې (ای اې اي اې)) د بورډ قرارداد مهم دی چې د ایران د اټومي پروګرام او د شفافیت د کمي په اړه یې جدي اندېښنې پیدا کوي.

دغه قرارداد پر ایران غږ کوي چې له (ای اې اي اې) سره دې پوره همکاري وکړي او په سمدستي توګه دوه ځایونو ته ورتګ اجازت دې ورته ورکړي څو وضاحت ورکړل شي چې ایا په دغو ځایونو کې د ۲۰۰۰م کالونو په پیل کې ناڅرګند شوی اټومي فعالیتونه شوي وو که څنګه؟

هوک خبریالانو ته وویل، که ایران څه نه پټوي نو باید د (اې اې اي اې) څارونکو ته په اجازت ورکولو کې څه مسله ونه لري.

د ای اې اي اې لپاره د ایران سفیر وویل چې هیواد یې د قرداد په کلکه ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG