د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ په ټاکنو کې له چینه مرسته غوښتې وه: بولټن


د امریکا ملي امنيت پخوانی سلاکار جان بولټن
د امریکا ملي امنيت پخوانی سلاکار جان بولټن

د امريکا انصاف محکمې د جون پر ۱۷مه يو بېړنی درخواست جمع کړی چې د ملي امنيت پخواني سلاکار جان بولټن د کتاب خپرېدو مخه ونيسي. د دې کتاب ځینې اقتباسات خپاره شوي دي.

دا دویم وار دي چې د ولسمشر ټرمپ ادارې هڅه کړې د یادداشت مخه ونیسي.

د دوی په خبره په دې کې داسې حساس معلومات دي چې ملي امنیت ته خطر جوړولای شي.

د انصاف محکمې په بولټن تور پرې کړي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سلاکار کېدو مخکې نوموړي د کتاب بیاکتنې پروسې پرېښودو پرېکړه کړې وه.

بولټن په خپلو دعوو کې يوه خبره دا هم کړې وه چې ټرمپ د چین له ولسمشر څخه بیا انتخابېدو لپاره مرسته غوښتې وه او ولسمشر ټرمپ ورسره په لفظي ډول د ایغورانو لپاره د حراستي مرکزونو د جوړولو ملاتړ خبره کړې وه.

ولسمشر ټرمپ وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې سره په مرکه کې بولټن "درواغجن" بللي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG