د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کویډ ۱۹ډېرېدونکې پېښې د اکسیجن رسد اغېزمنولی شي


په کوټه کې له د یوې کارخانې کارګر د اکیسجن سلنډرې ډډې ته کوي هلته لا د وړاندې د اکسیجنو رسد کمی رپورټ شوی دی. ۲۰۲۰، ۱۴ جون
په کوټه کې له د یوې کارخانې کارګر د اکیسجن سلنډرې ډډې ته کوي هلته لا د وړاندې د اکسیجنو رسد کمی رپورټ شوی دی. ۲۰۲۰، ۱۴ جون

پراګ- د خیبر پښتونخوا ځيني ډاکټران په صوبه کې د کورونا وایرس کېسونو زیاتېدو پر مهال د مریضانو لپاره د اکسیجن د رسد په اړه اندېښنې لري.

دوی وايي د کوویډ ۱۹ ناروغان په زیات شمېر کې هسپتالونو ته روان دي او ښايي په راتلونکي کې د مریضانو د اکسیجن ضرورت پوره نه کړل شي.

وړاندې به مو په هفته کې د اکسیجنو ټینک ډکولو خو اوس په ورځ کې دوه وارې ټینکونو ډکولو ته ضرورت وي.
ډاکټر محمد شاه


د پېښور په حیات اباد میډیکل کمپلیکس کې د کورونا مخنیوي څانګې مشر ډاکټر محمد شاه د جون پر ۱۷مه مشال ریډيو ته وویل د کورونا وایرس وبا له امله په هسپتالونو کې د داکسیجن ضرورت زیات شوی دی.

نوموړي وویل مخکې به دوی په هفته کې د اکسیجنو ټینک ډکولو خو اوس په ورځ کې دوه وارې ټینکونو ډکولو ته ضرورت وي.

"اکسیجن سلینډر خو درې ګنتې هم کار نه کوي. هغه به په بیا بیا ډکوې. موږ چې په هسپتالونو کې کوم اکیسجن ټینکونه لګولې دي، مخکې به هغه زموږ پوره هفته چلېدو. اوس د کوویډ ۱۹ ټولو مریضانو ته د ۱۰۰ فیصده اکسیجن رسد ضرورت دی. په پنځلوس میټرو اکیسجن باندې موږ هغه کسان اچوو. اوس زموږ ډیمانډ (طلب) دا دې چې په یوه ګنټه کې ۱۴۳۰۰۰ لیټره اکسیجن استعمالېږي. بل دا چې د اکیسجنیټډ بیډز کمی هم دی."

کووېډ-۱۹ وبا: انتظامیې د اسلام اباد ځینې برخې تړلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:11 0:00


په پاکستان کې اکسیجن په څو غټو پلانټونو کې جوړیږي چې په کنټرینرو کې نورو هسپتالونو ته رسول کېږي. د پېښور هسپتالونه د اکسیجن مرکزي نظام لري خو د صوبې د زیاترو ضلعو په هسپتالونو کې د اکسیجن سلینډرې استعمالېږي.


ډاکټران وايي اکسیجن هغه وخت د کوویډ ۱۹ ناروغانو ژوند بچ کولو لپاره ضروري وي چې کله وایرس سږو ته نقصان رسول پیل کړي.

په پاکستان کې پر سوشل میډیا ځينې ډلې جوړی شوي دي چې د کوویډ ۱۹ ناروغانو مرسته کوي. پر دغو پاڼو خلک د پلازمه، اکسیجن سیلینډرو او ویڼي لیټرو لپاره پوسټونه کوي. دغه راز ځيني خېریه ادارې هم د ناروغانو د مرستې لپاره کار کوي.

د المعود په نوم په کراچۍ کې یوه فلاحي اداره د کوویډ ۱۹ ضرورت مندو ناروغانو ته د اکسیجن مفتې سلینډرې ورکوي. د دغه ډلې یو غړی سمي حیدر وايي د زیات طلب له امله ځيني خلک په ګرانه بیه د اکسیجن سلینډرې خرڅوي.

"زموږ اداره المعود ویلفیر ایسوسي ایشن د خلکو مرسته کوي. موږ په خپله پيسې راغونډې کړې او اکسیجن سلیڼدرې اخیستل مو پیل کړل. د کورونا هغه مریضان چې ورته ضرورت وي، موږ ورته د اکسیجن مفتې سلیندرې ورکوو. قیمتونه خو جلا جلا دي. طلب زیات شو نو چې د چا څه خوښه وي پر هغه بیعه یې خرڅوي. د مثال په توګه مخکې که وړوکې سلیڼدر په ۱۴۰۰۰ روپو ملاوېدو، اوس زما په فکر په ۱۸ یا شلو زرو هم نه ملاویږي."

ډاکټر محمد شاه هم وايي د اکسیجنو سلینډرې په ګران قیمت خرڅېږي او له دې یې یو کاروبار جوړ کړی دی.

"مریضان زیات شول نو دا کار پیل شو چې د شپږو اووه زرو سلینډر یې ۲۰۰۰۰ ته ورسولو او د ۲۴۰۰۰ روپو سلیڼدرې په ۵۰۰۰۰ روپو خرڅېدل شورو شو. د هغې کموالې راغلو. په بلیک کې خرڅېدل پیل شول. اوس موږ ته د اکسیجن مسله را روانه ده."

کورونا وايرس: په ډاکټرانو تشدد زيات شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:10:11 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

خو د خیبر پښتونخوا د ولسي روغتیا د څانګې مشر ډاکټر اکرام الله خان وايي دوی سره په هسپتالونو کې د فنډونو، سامان او یا د اکسیجن کمې نشته او د راتلونکي لپاره د اکسیجن رسد زیاتولو باندې وار له مخه کار روان دی:

"که په شخصي توګه څوک اخیستل غواړي او په ګرانه ورته ملاوېږي نو هغه خو کېدای شي. تر څو چې د حکومت د روغتیايي سهولتونو خبره ده نو موږ سره سلېنډرې هم په کافي شمېر کې دي او راته د اکسیجنو څه کمې نه دی راغلې. هو، له کوویډ سره پر اکسیجنو بوج ضرور راغلی خو په صوبه کې د اکسیجنو کمی نشته. موږ د ډایریکټریټ په کچه اضافي سیلینډرې هم واخیستې. په هغې کې مو ۷۵ سوات ته ولېږلی، څه به هنګو ته ولاړې شي او چې چرته ضرورت وي هلته به رسول کېږي. د دې بیمارۍ دوران کې زموږ داسې دیرش څلوېښت هسپتالونه شته چې په هغو کې موږ سینټرل اکسیجن رسايي لګوو. مخکې پکې نه وه. په یوه میاشت کې دننه به په صوبه کې د اکسیجن سپلايي دوه چنده شي."

ډاکټران وايي د اکسیجن سیلینډرې یو موقتي حل کېدای شي ځکه چې په بیا بیا ډکولو ته ضرورت لري.

روغتیايي ماهرین وايي، روغتونونه چې تر څو د اکسیجن د رسد مرکزي نظام و نه لري نو د مریضانو ژوند بچ کولو لپاره سیلینډرې استعمالول به ډیر ګران ثابت شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG