د لاسرسي ځای

تازه خبر

د علاج سره سره د کورونا ناروغانو ته دحوصلې ساتلو وېنا هم کوو:ډاکټر روبینه


ډاکټر روبینه
ډاکټر روبینه

ډاکټر روبینه د مردان په ډسټرکټ هېډکواټر روغتون کې کار کوي او د کورونا وایرس د ناروغانو په وارډ يې ډیوټي ده. نوموړې په خپل روغتون کې لومړنۍ ډاکټره ده چې په دغه وارډ کې يې کار پېل کړ.

ډاکټر روبینه وایي په پېل کې د روغتون ټوله عمله پرېشانه وه، او چې کله د دې په ایسولېشن وارډ کې کار ولګېد نو وېرېده خو وروسته له خپل کار سره عادته شوه.

ایسولېشن وارډ:

ډاکټر روبینه وایي دا ځای د کورونا د وبایي صورتحال وروسته جوړ کړل شو. په دې کار کول دومره اسانه نه وي،ډاکټران او نرسانې باید کوټلې حفاظتي ګامونه پورته کړي. مریضان هم سخت په پرېشانۍ کې وي، خو ښه خبره دا ده چې په دغه وارډ کې ټول یو بل له ډاډ ورکوي. ایسولېشن وارډ ته د تګ وړاندې دوی خپلې حفاظتي جامې اچوي، ماسک او دستانې استمالوي، او داشان مریضانو ته یې هم ورته حفاظتي جامې اچولي دي.

په ورځ کې ۱۲ ساعته کار :

داکتر روبینه وایي د دوی د ورځې یو شفټ دولس ساعته وي.نن سبا یې کار داسې دی چې په روغتون کې ارام نه کوي زیاتره وخت په ولاړه تیروي. ډاکټران ، نرسانې او د روغتون نوره عمله نن سبا د کار وروسته ستړې وي نو ځکه د کار ختمولو وروسته کور ته ځي او ویده کیږي چې بل شفټ ته یې خوب پوره شي.

په سرکاري روغتونونو کې سهولتونه:

ډاکټر روبینه وایي داسې صورتحال چونکې وړاندې نه وو راغلی نو ځکه په روغتونونو کې د دې وبا د مخنیوي لپاره پوره سهولتونه نشته. ځینې ضروري شیان حکومت ورکړي دي خو په صوبه کې د داسې الاتو سخت کمی دې چې یو مریض ته اکسیجن رسوي لکه ویټیلېټرز . نن سبا د روغتونونو مخې ته ایمبولېسونه تیار ولاړ وي که چرې یو مریض ته د اکسیجن ضرورت پېښیږي نو نورو روغتونو ته یې لیږي. د کورونا وایرس ځینو مریضانو ته د ساه د لنډېدو مسله راځي او د دغې لپاره دوی ته په مصنوعي طریقه اکسیجن رسول ضروري وي.

په خیبر پښتونخوا کې د کورونا وایرس له وجې مرګونه:

ډاکټر روبینه وایي د دوی د روغتون یو کارکونکي هم د دې وبا له وجې مړ شوی دې. خو نوموړې له وړاندې نه د زړه ناروغي لرله. دا چې په خیبر پښتونخوا کې ولې د دې نه زیات مرګونه مخې ته راغلل په اړه یې ډاکټر روبینه وایي هغه ټول مریضان چې د دې وبا له وجې مړه شوي له وړاندې نه یې نورې ناروغۍ هم لرلې، نو ځکه زیات مرګونه مخې ته راغلي دي. د نوموړې په خبره په صوبه کې زیاتره د منځني عمر سړو ته دغه وایرس لګېدلی دې.


د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG