د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیې د عراق په شمال کې خپل سرتېري ګومارلي


د ترکیې ځواکونه.
د ترکیې ځواکونه.

د ترکيې دفاع وزارت وايي، د عراق په شمال کې يې د کرد ياغيانو خلاف کمانډو سرتېري ګومارلي دي.

دې وزارت د جون پر ۱۷مه په يوه بيان کې وويل چې ځانګړي ځواکونه یې د هوا له لارې رسولي دي چې په وسلو سمبال هېلیکاپټرې او ډرون الوتکې ورسره مله دي.

دا عمليات د عراق په هفتانين سيمه کې شوي دي.

ترکي د جون پر ۱۵مه د عراق په سنجر او هاکورک کې د کردستان کارګر ګوند يا پي کې کې پر مرکزونو بمباري کړې وه.

د دې په غبرګون کې عراقي چارواکو د ترکيې سفير ورغوښتی او احتجاج ورته کړی وو.

پي کې کې د ترکيې، امريکا او يورپي يونين له خوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي.

دا ډله له تېرو څلورو لسیزو راهيسې د ترکيې خلاف د کردانو حقونو لپاره جنګيږي چې پکې له دواړو غاړو خوا او شا څلويښت زره کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG