د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د ګوزڼ ناروغانو شمېر ۱۲ ته ورسېد


په بلوچستان کې د ګوزڼ کارکوونکي. انځور له ارشیفه
په بلوچستان کې د ګوزڼ کارکوونکي. انځور له ارشیفه

په بلوچستان کې د ګوزڼ یوه نوي کیس له راتلو سره سږ کال په دې صوبه کې د ګوزڼ وهلو ماشومانو شمېر ۱۲ ته ورسېد.

په بلوچستان کې د ګوزڼ مخنیوی ادارې چارواکي ډاکټر افتاب کاکړ د جون پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې په پښین کې د جون پر۱۴ په هغې یوې ماشومې کې د د ګوزڼ د ناروغۍ تصدیق شوی دی چې مور پلار یې له واکیسنو ورکولو انکار کړی وو.

نوموړی وايي، "دا د شاوخوا دوو کالو یوه جینۍ ده. دا له هغې کورنۍ ده چې له څاڅکو اچولو انکار کوي."

نوموړي زیاته کړه، "له تېرو درو څلورو میاشتو راهیسې د ګوزڼ ضد کمپاين نه دی شوی نو په ماشومانو کې د قوت مدافعت کمی راغلی دی."

په پاکستان کې له تېرې څه مودې راهیسې د ګوزڼ واکسینو په اړه ګنګوسې دي.

تېر کال په اپرېل کې یوه داسې ویډیو خپره شوې وه چې پکې د پېښور په یو سکول کې ماشومان د ګوزڼ څاڅکي اچولو وروسته بې هوشه وښودل شول.

د پولیو مخنیوی ادارې چارواکو په خبره، د دې ویډیو له خپرېدو وروسته مهمونو ته زیان ورسېده او له واکسینو انکاري میندو او پلرونو په شمېر کې زیاتوالې مخې ته راغې.

خو وروسته بیا پلټنو دغه ویډیو دروغ ثابته کړه.

په اسلام ابادکې ډاکټر خان وزیر وايي چې باید حکومت ژر تر ژره د ګوزڼ ضد مهمونه وکړي ځکه چې په دې کې ځنډ د پولیو ناروغۍ په ختمولو کې لا نورې ستونزې جوړولای شي.

نومړي وايي،"که پر وخت مهمونه ونه شول نو د ګوزڼ ناروغي به زیاته شوي. مذهبي عالمان او ډاکټران دې نتیجې ته رسېدلې چې باید ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکې ورکړل شي."

د کورونا وبا وروسته په بلوچستان او د پاکستان په ځینو نورو برخو کې د مارچ راهیسې د پولیو ضد کمپېن د ځنډ ښکار شوی دی.

ملګرو ملتونو په اپریل کې خبردارې ورکړی و چې د کورونا وایرس وبا خپرېدو له امله په پاکستان کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکو ورکولو کمپاینونه اغیزمنېدای شي

خو ډاکټر افتاب کاکړ وايي، دوی د کورونا وایرس مخنیوی لپاره د احتیاطي تدابیرو عملي کولو سره په راتلونکې میاشت کې د ګوزڼ ضد مهم پلان لري.

نوموړي زیاتوي، "موږ به ۴۰ یا ۴۵ ورځې پس د ګوزڼ یو کمپا ین کوو. اوس د جولای پر ۱۳مه موږ د ګوزڼ مهم پلان لرو او د کورونا وایرس مخنیوي لپاره حکومتي لارښونې په ترڅ کې به موږ دا پرمخ وړو."

سږکال په پاکستان کې د وایلډ ګوزڼ وایرس یا پي ون ۴۷ او د پي ټو ۵۲ کیسونه رپورټ شوي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د پولیو مخنیوی ادارې یو چارواکي ډاکټر ندیم جان مشال راډیو ته ویلي، پي ون هغه وایلډ وایرس دی چې په ماحول کې پروت دی او د هغو ماشومانو په خېټه کې وده وي چې په تواتر سره ورته د ګوزڼ ضد څاڅکي نه وي ورکړل شوي.

د ندیم جان په خبره، دا وایرس چې ماشومان فلوجوي، پي ټو وایرس سره له پاکستانه له ټولې نړۍ ختم شوی و، په ۲۰۱۶م کې یې د هغې واکسین ورکول هم بند کړي وو خو له بده مرغه دا وایرس په ۲۰۱۹ م کې بیا برڅېره شو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG