د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په جولای میاشت کې د پولیو ضد کمپاین بیا پیلوي


کوټه کې یوه ماشوم ته د ګوزن ضد څاڅکي ورکول کېږي
کوټه کې یوه ماشوم ته د ګوزن ضد څاڅکي ورکول کېږي

چارواکي وايي د کورونا وایرس له وجې په پاکستان کې د ګوزڼ ضد درېدلي کمپاینونه بیا بحالوي.

په بلوچستان کې د ګوزڼ د مخنیوي ادارې چارواکي ډاکټر افتاب کاکړ د جون پر څلورمه مشال ریډیو ته وویل چې د جولای له ۱۳مې به په هغو ځایونو کې کمپاینونه بیا پیلوي چې د ګوزڼ پېښې پکې زیاتې شوې دي.

نوموړی زیاتوي، هغوی پلان لري چې په لومړي پړاو کې په کوټه، پشین، کلا عبدالله او کوټه کې خپل کمپاین پیل کړي.

بلخوا په خیبر پښتونخوا کې د ګوزڼ د مخنیوي ادارې مشر ډاکټر عبدالباسط له مشال ریډيو سره په خبرو کې وویل، کیدای شي د جولای په نیمايي کې د صوبې په جنوبي برخو او څلورو مرکزي ضلعو کې د ګوزڼ ضد کمپاین وکړي.

نوموړي وویل، تر اوسه څه پرېکړه نه ده شوې ځکه چې حتمي پرېکړه به تخنیکي مشورتې ډله (ټیکنیکل ایډوایزري ګروپ) کوي. د یادې ډلې غونډه به یوه اوونۍ پوروسته کېږي نو که هغوی و منله نو په جولای کې به کمپاین بحال شي.

چارواکو دا پریکړه پر داسې مهال کړې چې په پاکستان کې د کورونا وایرس تر خپریدو وروسته له مارچ راهیسې د ګوزڼ ضد کمپاینونه نه دي شوي. ټاکل شوې وه چې په اپرېل میاشت کې شاوخوا ۳۹ ملیونه ماشومانو ته د ګوزڼ خلاف واکسین یا څاڅکي ورکړل شي خو داسې و نه شول.

ملګرو ملتونو په اپریل کې خبردارې ورکړی و چې د کورونا وایرس وبا خپرېدو له امله په پاکستان کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکو ورکولو کمپاینونه اغیزمنېدای شي.

پي ون هغه وایلډ وایرس دی چې په ماحول کې پروت دی او د هغو ماشومانو په خیټه کې افزایش کوي چې په تواتر سره ورته د ګوزڼ ضد څاڅکي نه وي ورکړل شوي
ډاکټر ندیم جان


په پاکستان کې زیات شمېر خلک په دې خبره اندېښنه ښکاره کوي چې د ګوزڼ ضد د څاڅکو ځنډېدل به د هغوی ماشومان د پولیو له څاڅکو محرومه وساتي او ناجوړه به یې کړي.

د مسلم لیګ (ن) غړې سېنېټره عایشه رضا فاروق وايي، پکار ده چې په پاکستان کې د ګوزڼ ضد کمپاینونه ژر تر ژره بحال شي ځکه چې له کوویډ ۱۹ ناروغۍ مخکې د ګوزڼ زیات شمېر کېسونه را روان وو.

''د کویډ ۱۹ له امله د ناروغیو خلاف د واکسینو کمپاینونه ځنډیدلي دي. نو دا یو ډېر غټ خطر جوړوي چې نه یوازې د ګوزڼ بلکه د شري په شان د ناروغۍ کېسونه به زیات شي. له حکومته زموږ خواست دی چې له کوویډ- ۱۹ نه زموږ د روغتیايي کارکوونکو د بچ ساتلو لپاره یوه دمه لازمي ده. خو زموږ په هیواد کې چې اوس هم د صحت کارکوونکي کور په کور د کوویډ ۱۹ په اړه د اګاهۍ لپاره ورځي نو حکومت ته پکار ده چې له مناسب حفاظتي اقداماتو او په نوښت سره د واکسینو کمپاینونه بیا بحال کړي. که په دې ملک کې سیلګري خلاصیدای شي، رسټورانټونه او شادي هالونه [واده تالارونه) پرانېستل کېدای شي نو د ژوند ژغورونکو واکسینونو پروګرامونه بیا ولې نه شي پیلېدای.''

پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې پکې تر اوسه د ګوزڼ ناروغي موجوده ده. روان کال په پاکستان کې د وایلډ ګوزڼ وایرس یا پي ون ۴۷ کېسونه رپورټ شوي دي. تېر کال دغه شمېر ۱۴۷ و.

ګوزڼ وهلې ابشا اپرېدۍ حکومتي پاملرنه غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:48 0:00

پاکستان په ۲۰۱۶م کې د ګوزڼ پي ټو وایرس نه صفا وګرځول شو. خو د وایرس د دغه قسم کېسونه یو ځل بیا ښکاره شول. چې په ۲۰۱۹م کې په ټول پاکستان کې ۲۲ کېسونه رپورټ شول. په دې کې ۱۶ کېسونه د خیبر پښتونخوا وو.

روان کال د ګوزڼ پي ټو وایرس شمېر ۵۲ دې چې ۴۰ کېسونه یې له خیبرپښتونخوا څخه دي.

د ګوزڼ وایرس پي ون او پي ټو تر منځ فرق څه دی؟ په دې اړه د روغتیايي چارو پوه ډاکټر ندیم جان وايي، پي ون هغه وایلډ وایرس دی چې په ماحول کې پروت دی او د هغو ماشومانو په خیټه کې وده کوي چې په تواتر سره ورته د ګوزڼ ضد څاڅکي نه وي ورکړل شوي. هغه وايي، دا وایرس چې ماشومان فلوجوي، پي ټو وایرس سره له پاکستانه له ټولې نړۍ ختم شوی و، په ۲۰۱۶م کې یې د هغې واکسین ورکول هم بند کړي وو خو له بده مرغه دا وایرس په ۲۰۱۹ م کې بیا برڅېره شو.

ګارډین ورځپاڼه د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د ۲۰۱۹م کال رپورټ په حواله لیکي چې په دغه هېواد کې د ملکي پیداور له یو فیصده نه کمه برخه پر صحت لګېږي. د روغتیا نړیوال سازمان ډبلیو ایچ او وړاندیز دې چې باید دغه شرح ۶ فیصده وي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG