د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاجکستان باید په قانون کې کړي نوي بدلونونه بیرته واخلي: بې پولې خبریالان


د بې پولې خبریالانو سارمان لوګو
د بې پولې خبریالانو سارمان لوګو

د بې پولې خبریالانو سازمان د تاجکستان پر چارواکو غږ کړی چې هغه قانوني بدلونونه دې واپس واخلي چې د کورونا وايرس د ناروغۍ د ناسمو خبرونو خپرولو له وجې به لویې جرمانې لګوي.

د فرانس په پېرش کې مېشت دې سازمان خبر دارې ورکړی چې د دې ترميمونو له وجې به سنسر شپ زیات شي او د صحافت له ازادۍ سرغړونې کیدای شي.

د یاد سازمان د منځنۍ اسیا او ختیځې اروپا لپاره مشرې جين کويلير ویلي چې د ا مبهم قانون مالوماتو ته د لاس رسي حق ته زیان رسولای شي.

د تاجکستان حکومت لومړی ادعا کړې وه چې په هيواد کې د کورونا وايرس هيڅ پیښه نه ده ثبت شوې او ولسمشر امام علي رحمان د ناروغۍ خپريدو مخنيوي لپآره د خلکو تر منځه د فاصلې او نورو محدودیتونو په اړه د نړۍ والو پوهانو خبر داري له پامه غورځولې.

د حکومت له شميرو سره سم په تاجسکتان کې شاه خوا ۴۶۹۰ کسان کورونا وايرس ناروغه کړي او ۴۸ يې وژلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG