د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د ولسي جرګې یو پخواني نوماند په ګډون ۸ کسان وژل شوي


د ولسي جرګې پخوانی نوماند عبدالولي اخلاص
د ولسي جرګې پخوانی نوماند عبدالولي اخلاص

خوست - د افغانستان د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې تېره شپه د یاد ولایت د تریزیو او علي شیرو ولسوالۍ اړوند د روغتیايي کلینیک په سیمه کې د ولسي جرګې پخوانی نوماند عبدالولي اخلاص او د هغه پر ملګرو نامالومو وسله والو برید کړی، چې د عبدالولي اخلاص په ګډون د هغه اته ملګري په کې وژل شوي دي.

د جون پر ۱۳مه د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر مشال راډیو ته وویل، په دې پېښه کې یو کس ټپي شوی هم دی.

ده وویل، تر اوسه نه ده مالومه چې دا ترهګریز برید دی او که دا پېښه د شخصي دښمني له کبله رامنځته شوې ده.

عادل حیدر زیاته کړه، پېښه د کشفي ادارو تر څېړنې لاندې ده.

د خوست تریزیو او علي شیرو ولسوالۍ د خوست مرکز شمال ختیز لوري کې په ۲۰ کیلومترۍ کې پرته ده.

د پيښې ځای ته نېږدې د پولیسو امنیتي پوستې هم موجودې دي او دا ځای په ناامنو ځایونو کې نه راځي.

عبدالولي اخلاص د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د حزب اسلامي له نوماندانو څخه وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG