د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر: کوهي کې د جنرېټر لوګي شپږ تنه وژلي درې ناروغه


خیبر: د جمرود په ولو مېله کې په یو کوهي کې د ساه بندیدو له کبله شپږ کسان مړه شوي دي.

د خیبر ډپټي کمشنر محمود اسلم وزیر مشال ريډیو ته ویلي چې نن سهارد جمرود په ولو میله کلي کې ځینو کسانو د یوه کوهي ژورولو لپاره جینریټر ورکوز کړی وو. نوموړی زیاتوي چې په کوهي کې د مشین د تېلو له لوګي دغه کسان بیهوشه شوي ول.

د ډپټي کمشنر په وینا د درېو ګنټو له خوارۍ او کړاوه وروستو يي په کوهي کې موجود نهه کسان راواېستل چې شپږ پکې په روغتون کې مړه شول او درېودرملنه روانه ده.

چارواکي وايي چې له ځپل شویو کورنیو سره یې مالي مرسته کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG