د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې هدفي برید، درې کسان وژل شوي


د مې پر ۲۴مه، د شمالي وزیرستان په میرلي کې په هدفي برید کې د دوو حکومتي افسرانو په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

د انتظامیې یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، پېښه سهار شاوخوا ۱۱ بجې د میرلي په هسوخېلو کې شوې ده.

د ده په خبره، پر دوو موټرسایکلونو سپرو وسله والو له عیدګاه سره نېږدې ډزې وکړې چې پکې په اسلام اباد کې د پاکستان هاوسېنګ اتارټۍ (پي اېچ اې) بنسټ مشر زبید الله داوړ او د خیبر پښتونخوا د روغتیا ادارې افسر ملک نعمت الله پر ځای ووژل شول او درېیم کس فرمان روغتون ته پر لار وو چې سا یې ورکړه.

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر شفیع الله ګنډه پور د پېښې په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

خو د میرلي د تاڼې محرر نظام مشال راډیو ته وویل چې د درېواړو کسانو کورنیو ویلي چې له هېچا سره یې دښمني نه لرله.

دی وايي، همدا لامل دی چې د میرلي تاڼې د پېښې په اړه په یو لیک کې "ناپېژندلي کسان" نومولي دي.

نظام وايي، پولیس دا یو ترهګر برید بولي نو ځکه لیک بنو ته د پولیسو د ترهګرۍ مخنیوي څانګې ته استوي چې هلته به رپورټ دایر شي.

​د ده په خبره، زبیدالله داوړ او نعمت الله دواړه اختر لمانځلو لپاره کلي ته ورغلي ول. نظام زیاتوي، وسله وال تر برید وروسته په تېښته بریالي شوي خو پولیس یې په لټه کې دي.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

پر ټوېټر د محسن داوړ بیان

په قامي اسمبلۍ کې د سیمې استازي محسن داوړ پر ټوېټر په بیان کې دا برید "په کلکه غندلی."

تر دې مخکې د مې پر ۱۷مه په میرلي کې د سړکغاړې بم په چاودنه کې یو سرتېری وژل شوی وو.

د سیمې اوسېدونکي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښان وايي، په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۱۹ز کال راهیسې د هدفي وژنو پېښې په زیاتېدو دي.

د سرکاري سرچينو په وينا، په ۲۰۱۹ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۵۱ کسان په هدفي بريدونو کې وژل شوي ول.

د مې د ۲۴مې له برید سره په شمالي وزیرستان کې د سږني هدفي بریدونو شمېر نهه ته ورسېد. تر دې وړاندې د مې په پنځمه د شمالي وزیرستان په تپۍ کلي کې دوه کسان په هدفي برید کې وژل شوي ول.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې عملیات وکړل او وايي چې سیمه یې له وسله والو ډلو پاکه کړې او اوسمهال هم په بېلا بېلو ځایونو کې د وسله والو ضد عملیاتو ته دوام ورکوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG