د ناټو عمومي منشي وايي، په افغانستان کې په تېرو۲۰ کلونو کې تر ټولو لویه لاسته راوړنه د افغان امنیتي ځواکونو پياوړي کول وو.
ینز ستولتنبرګ د ګل په ورځ د ((ناټو ۲۰۳۰)) په نوم په یوه انلاین غونډه کې وویل چې اوسمهال افغان امنیتي ځواکونه له ترهګرۍ سره د مبارزې وړتیا لري.
ده وویل، د افغانانو تر منځ د سولې د خبرو ملاتړ کوي خو ټينګار کوي چې د ناټو نظامیان به د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ او روزنې ته دوام ورکړي.
د روان کال په فروۍ میاشت کې د امریکا او طالبانو تر منځ د افغان سولې په تړاو تړون لاسلیک شو خو طالبانو لا هم پر افغان ځواکونو خپلو حملو ته دوام ورکړی.