د لاسرسي ځای

تازه خبر

م م د لیبیا په دوو ښارونو کې د لوټمارۍ او جنایتونو پلټنې کوي


له تریپولي سره جوخت له میتیګا هوايي ډګره لوخړې خېژي. ۲۰۲۰، ۱۳ اپرېل
له تریپولي سره جوخت له میتیګا هوايي ډګره لوخړې خېژي. ۲۰۲۰، ۱۳ اپرېل

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د لیبیا له پلازمېنې طرابلسه بهر په دوو وړو ښارونو کې د لوټمار او د نورو ممکنه جنایتونو د رپورټونو پلټنې کوي.

د پلازمېنې په جنوب کې د ترهونه او السبعه په نوم واړه ښارونه په وروستیو کې په نړیوال رسمیت پېژندلي حکومت بیا ونیول.

په لیبیا کې د ملګرو ملتونو ماموریت پرون وویل، په وروستیو ورځو کې له دواړو ښارونو څخه تر ۱۶،۰۰۰ زیات کسان بې کوره شوي دي. په بیان کې راغلي چې ملګرو ملتونو ((په ترهونه او السبعه کې د لوټمار او د ملکي او شخصي ودانیو د ړنګولو ګڼ رپورټونه ترلاسه کړي.))

ملګرو ملتونو ویلي چې په دې کې یې ((ځینې د غچ او انتقام اخیستو پېښې ښکاري چې د لیبیا د ټولنیز جوړښت د لا نور زیانمنولو ګواښ پېښوي.)) دا واړه ښارونه روانه اوونۍ ترکیې پلوي حکومت ونیول او په دې ډول یې د طرابلس لوري ته د خلیفه حفتر د لیبیا ملي پوځ ۱۴ میاشتنی پرمختګ پای ته ورساوه.

روسیه، مصر او متحده عرب امارات د حفتر ملاتړي دي. د هغه ځواکونه چې له سیمې څخه ووتل نو پر انټرنېټ له حفتر سره د تړاو په تور د کورونو لوټلو او سوځلو ویډیوګانې خپرې شوې. د لیبیا حکومت پوځ ته په ((ازادو شویو سیمو)) کې د ملکیانو د ساتنې امر کړی او په جنايي کړنو کې یې د ککړو کسانو د قانون منګولو ته د سپارلو ژمنه کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG