د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د بورې بحران په اړه د حکومت او اپوزیشن ناندرۍ


په لاهور کې خلک بوره اخلي
په لاهور کې خلک بوره اخلي

په پاکستان کې د چيني يا بورې د بحران په اړه د راپور تر راتللو وروسته حکومت پر اپوزيشن او اپوزيشن پر حکومت د دې بحران د پېدا کولو تور پورې کوي.

په سند صوبايي اسمبلۍ کې اپوزېشن مشر او په وفاق کې د واکمن ګوند، تحريک انصاف غړي فردوس شميم نقوي له وزیراعظم څخه غوښتې چې په دې صوبه کې د شوګر ميليونو په اړه ځانګړې پلټنې وکړي. نوموړي د مې په يودېرشمه په کراچۍ کې په يوه خبري غونډه کې تور پورې کړ چې صوبايي حکومت د خپل ګوند مشر اصف علي زدراري ۱۸ شوګر ميلونو ته د مراعاتو په لړ کې په غېر مستقيم ډول پېسې ورکړي دي.

د تحقیقاتي کمېټې په راپور کې د تحريک انصاف د ځينو سیاستوالو او وزیرانو ذکر دی چې شوګرمیلونه لري او په خپلو ګودامونو کې یې بوره ذخیره کړې وه

هغه وويل: ((زه له وزیراعظم عمران خان څخه غوښتنه کوم چې په سند صوبه کې د شوګر ميلونو په اړه د پلټنو لپاره دې يوه ځانګړې کمېټې جوړه کړي. داسې کمېټې چې معلومه کړي چې دلته حکومت شوګر ميلونو ته په غېرمستقيم ډول فايده رسوونکې، د ګنو دهقانانو ته ورکړې پسې څومره وي. د زرداري او د هغه د ملګرو شوګر ميلونو ته څومره ګټه ورسېده او دا پېسې کله ورکړل شوې؟.))

په سند صوبه کې ټول ۳۸ ميلونه دي. په دوی کې ځينې يې د اومني ګروپ اف کمپنيز په نامه هغه تجارتي شرکت دي چې پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري پکې ډېره برخه لري.

د پيپلز پارټۍ يو مشر او د سند صوبې د اطلاعاتو وزیر، ناصر حسېن شاه د مې په دېرشمه په يوه خبري غونډه کې وويل د تحريک انصاف حکومت کوښښ کوي د خپل ګوند هغه مشران وژغوري چې د چيني بحران پېدا کولو تور پرې پورې دی.

پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي مراعات ورکړي وو چې له وجې یې د چيني بحران رامنځته شو. د مسلم لېګ (ن) د مشرانو د شوګر ميلونو کاروبار ښه کولو لپاره دا کار شوی وو
شهزاد اکبر


هغه زیاته کړه: ((د خپلې نااهلۍ او نورو شيانو پټولو لپاره دوی بې ځايه خبرې کوي. د چيني بحران په اړه د کمېشن د څيړنو موده کې هغه کلونه نه دې شامل په کوم وخت کې چې په سيند صوبه کې مرادعلي شاه وزيراعلی وو. نو بيا ولې پکې د سيند حکومت ورګډوي؟ بله خبره دا ده چې د تحريک انصاف والا ځان ته فرشتې او موږ او مسلم لېګ (ن) ته په درغليو ککړ وايي. نو چې دوی داسې فرشتې دي، دوی ولې سبسيډي يا مراعات ورکول؟ د خپلو کارونو پټولو لپاره دوی دا خبرې کوي.))

په ۲۰۱۹ کال کې په پاکستان کې د بورې يا چيني قيمتونو زیاتېدو وروسته وزيراعظم عمران خان د تحقيقاتو حکم وکړ. په دې اړه د وفاقي څېړنو ادارې ايف، آی، اې راپور په اپريل مياشت کې مخې ته راغی. دې ادارې د ۹ هغو ميلونو په اړه څېړنې وکړي چې د چيني د مارکيټ ۵۱ فیصده يې په لاس کې ده. دا شوګر ميلونه د تحريک انصاف د يو مشر، جانهګیر ترين، د اقتصاد وزير خسرو بختيار، مسلم لېګ (ن) د يو مشر شهباز شريف د زوی، سلمان شهباز او د پنجاب يو سياستوال، چوهدري پرويز الهی د زوی مونس الهي ملکيت دي.

د شوو څېړنو ترمخه ډېره ګټه جهانګیر ترين کړې ده، په دې تصوير کې هغه د عمران خان او شاه محمود قرېشي سره ښکاري
د شوو څېړنو ترمخه ډېره ګټه جهانګیر ترين کړې ده، په دې تصوير کې هغه د عمران خان او شاه محمود قرېشي سره ښکاري

د پلټونکې کمېټۍ په راپور کې راغلي چې دغو شوګر ميلونو په خپلو ګودامونو کې د چيني په ساتلو سره د چيني کمی او بحران رامنځته کړ. دوی د چيني خرڅولو ريکارډ له حکومته پټه کړ او ادعا يې وکړه چې د دې بحران له کبله يې تاوان شوی دی نو ځکه دې حکومت ورته مراعات ورکړي. د وزیراعظم عمران خان حکومت همداسې وکړل خو دوی بيا هم په ګودامونو کې ساتلې چيني نورو هېوادونو ته ولېږله او په دې توګه يې له هرې خوا مالي ګټه وکړه.

د تحريک انصاف حکومت انصاف نه کوي او د دې پر ځای چې د چيني بحران رامنځته کوونکو وزیرانو او تجارانو ته سزا ورکړي، پر اپوزیشن تورونه لګوي
شاهد خاقان عباسي

د شوګر ميلونو اتحاديې د وفاقي فيډرالي ادارې راپور رد کړی دی. دې ادارې پر خپل ویب سايټ ليکلي چې کله د دوی د چيني توليد کم شو نو له دې کبله د يوې کيلو چيني بيه په ځينو ځايونو کې له ۵۵ روپۍ څخه اوه پنځوس نيمو او په ځينو ځايونو کې ۶۶ روپيوو ته ورسېدله.

اپوزيشن سياستوالو پر حکومت پوښتنې راپورته کړې چې وزیراعظم عمران ولې د چيني بحران په اړه د سمو پلټنو پر ځای د شوګر ميلونو ته سبسيډي يا مراعات ورکړل؟ د مسلم لېګ (ن) مشر او پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د مې په دېرشمه په يوه خبري کنفرنس کې وويل چې حکومت دې پر تېر حکومت د پړې اچولو پر ځای د دغه مراعاتو ورکونکو او مراعاتو اخیستونکو ته سزا ورکړي.

هغه زياته کړه چې وزیراعظم په ۲۰۱۸ کال کې د چيني د برامدولو او مراعاتو په ورکولو سره د خپل ګوند کاروباري سياستوالو ته ګټه رسولې ده: ((وزیراعظم دې راشي او خلکو ته دې جواب ورکړي چې له دوی غلا ولې شوې ده؟ اوس هم د شوګر يا چيني مافيا د خوندي ساتلو کوښښ کېږي. هغوی بې غمه ګرځي. دا ځکه چې د عمران خان په حکومت کې شوګر مافيه په کابينه کې ناسته ده. د عمران خان په کور کې ناسته ده. په تحريک انصاف کې دننه ناسته ده.))

د پاکستان شوګر ميلونو د اتحاديې د ویب سايټ ترمخه په پاکستان کې ۸۹ ميلونه فعاله دي. د دې اتحادیې د ۲۰۱۹ کال په راپور کې راغلي چې دوی هرکال شپږ نيم ميليونه ټنه بوره يا چيني توليدوي او په پاکستان کې هر کال خلک پينځه اعشاريه څلور ټنه بوره يا چيني کاروي. د دې راپور ترمخه، د دوی په شوګر ميليونو کې ډېره برخه د تحريک انصاف يو مشر، جهانګير ترين د شوګر ميلونو ده چې ۲۱ فېصده جوړېږي.

د وزیراعظم عمران خان سلاکار، شهزاد اکبر د مې په ۳۰مه په يوه کنفرنس کې د چيني بحران زمه واري د مسلم لېګ (ن) په تېر حکومت واچوله. هغه وويل چې د هغه مهال وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په ۲۰۱۷ کال کې د شهباز شريف د زوی د شوګر ميل کاروبار ښه کولو لپاره دې ميلونو ته مراعات اعلان کړي وو. ((د دې راپور په اړه عجيبه خبرې کولو څخه داسې معلومېږي چې يا خو د مسلم لېګ کسان پرې پوهېږي نه او يا هم د خلکو د بې لارې کولو کوښښ کوي.))

په پاکستان کې ۸۹ ميلونه فعاله دي چې هرکال شپږ نيم ميليونه ټنه بوره يا چيني توليدوي. د دې ملک خلک کال پينځه اعشاريه څلور ټنه بوره يا چيني کاروي. په دې شوګر ميليونو کې ډېره برخه د تحريک انصاف يو مشر، جهانګير ترين ده چې ۲۱ فېصده جوړېږي.
د پاکستان شورګ ميلونو اتحاديه

په پاکستان کې د چيني بحران په اړه خپاره شوی راپور کې د تحريک انصاف د يوه مشر، جهانګير ترین د کمپنيانو ډېر ذکر دی چې په وېنا یې هغه ته له دې بحرانه ډېره فايده رسېدلې ده. نوموړي په بېلابېلو بيانونو کې په ګودامونو کې د چيني د ساتلو او بحران پېداکولو تور رد کړی دی.

د هغه تر څنګ نورو ډېرو يادو شوو کسانو، د اقتصاد وزیر خسرو بختيار، په پنجاب کې د حکومت سره اتحادي، مسلم لېګ (ق) د مشر، چوهدري پرویز الهي زوی مونس الهي او پنجاب د پخواني وزیراعلی شهباز شريف زوی سلېمان شهباز د ورته تورونو په اړه تر اوسه څه نه دې ويلي.

د سياسي چارو شنونکی محمود جان بابر وايي د عمران خان حکومت لپاره اسانه نه ده چې د ترين او بختيار په شان مالداره او سياسي اثر رسوخ لرونکو خلکو ته سزا ورکړي.

هغه زیاتوي: ((خسرو بختيار د اقتصاد وزير دی. په پنجاب کې د يوې لويې سياسی کورنۍ سره تعلق لري. د چوهدري الهي کورنۍ هم داسې ده. له دوی بغېر په په پنجاب کې د عمران خان د تحريک انصاف حکومت نه شي چلېدلی. جهانګيرترين ډېر زيات مالداره دی. د عمران خان تر دې ځایه رارسولو کې د هغه د خاصو اړيکو او پېسو ډېر زور دی. که دا نه وای اوس به عمران خان کېدای شي وزيراعظم نه وو. نو د دوی خلاف کاروايي کول انتهايي مشکله ده.))

په پاکستان کې د شوګر ميلونو اتحادیې په خپل ویب سايټ ليکلي چې دوی د دې ملک په اقتصاد کې مهم ونډه لري او سياسي جنجالونه ورته زیان رسولی شي. دې اتحاديې ترمخه په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کال کې يې نورو هېوادونو ته د لېږلې چيني له برکته نهه سوه ميليونه ډالر لاس ته رواړې چې دا تر رختونو او وريجو وروسته په پاکستان کې له برامداتو لاس ته راغلي تر ټولو ډېرې پېسې دي.

XS
SM
MD
LG