د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین له افغانستان سره د روغتیا او خوړو په برخه کې مرسته کوي


حنیف اتمر سره په کابل کې د چین سفیر لیدنه
حنیف اتمر سره په کابل کې د چین سفیر لیدنه

چین ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به د کرونا ویروس د مبارزې په خاطر د روغتیایي وسایلو او خوراکي موادو مرستې وکړي.

دا ژمنه په کابل کې د چین سفیر وانګ یوو د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر سره په چارشنبه د کتنې پر مهال په کابل کې وکړه.

پیکنګ دا ژمنه په داسې حال کې کړې ده چې په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې تر ۱۷ زرو اوښتې دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح د جون پر درېیمه په کابل کې رسنیو ته د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د مثبتو پېښو په اړه معلومات ورکړل.

دی وايي: "۷۵۸ مثبت واقعیات تثبیت شوي ۲۴ وطنوالو ژوند له لاسه ورکړی او ۷۸ تنه جوړ شوي دي. په مجموعي توګه تر اوسه په افغانستان کې ۱۷،۲۶۱ مثبتې پېښې لرو، ۲۹۴ وفات شوي او ۱،۵۲۲ جوړ شوي دي."

تېره میاشت په افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې تر زرو لږ اوښتې وې چې د چین د ۷۰۲ ټنه روغتیایي وسایلو مرسته کابل ته ورسېده.

د چین سفیر ونه‌ویل چې د پیکنګ نوې مرسته به څومره وي او کله به کابل ته رسېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG