د خېبر انتظامي چارواکو ځينې هغه پوليس له دندو ليري کړي چې د رشوت اخیستو تور پرې پورې وو.
د خېبر ضلعې پوليسو مشر، ډي پي او محمد اقبال د جون پر درېيمه يوه خبرپاڼه کې ويلي چې تورخم ته د تللي لارې په اوږدو کې د رشوتونو اخیستو په جرم يې ۱۷ پولیس افسران له دندو ليري او ۵۰ يې معطله کړي دي.
د تجارانو اتحاديې د دې کار هرکلی کړی او ځينو غړو يې مشال راډيو ته ويلي چې له ډېر وخت راهیسې یې په دې اړه شکايت درلود.
تورخم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دواړو هېوادونو تر ټوله لويه او مصروفه تجارتي لار ده.