د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي کې زیات سرونه له پاکستانیانو غوڅېږي: جې پي پي


په مکه کې پولیس له یوې مېرمنې سر غوڅوي
په مکه کې پولیس له یوې مېرمنې سر غوڅوي

يوه غير دولتي اداره جسټس پروجيکټ پاکستان وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې په سعودي عرب کې له ۱۰۰و زیاتو پاکستانيانو څخه د مرګ په سزا کې سرونه غوڅ شوي دي.

همدا اوس د تير زیارت په ورځ د پنجاب صوبې د چيچه وطني يو کس محمد عمران ته د سعودي عرب د جدې ښار په شميسي زندان کې د مرګ سزا ورکړل شوې وه.

د جمعې په ورځ له مشال راديو سره په خبرو کې د جسټس پروجیکټ پاکستان د اطلاعاتو څانګې مشرې ندا جعفري وويل چې په تېرو څو میاشتو کې د يوې ښځې په ګډون دا پنځلسمکس دی چې ورته د مرګ سزا ورکول کېږي.

''په تېرو پنځو کلونو کې تر سلو زیاتو پاکستانیانو ته سعودي عرب د مرګ سزا ورکړې ده. سعودي عرب هغه هيواد دی چېرته چې د نورو هېوادونو د وګړیو په مقابله کې تر ټولو زیات پاکستانيو وګړیو ته د سر په پرې کولو سره د مرګ سزا ورکول کېږي. سږ کال تر دا مهاله د يوې ښځې په ګډون ۱۵ پاکستانیانو ته د مرګ سزا ورکول شوې ده.''

د ندا جعفري په خبره دا مهال د سعودي عرب په جيلونو کې څه ۳۴۰۰ کسان بندیان دي چې پکې د اکثریت د جنوبي پنجاب د ورستو پاتې سیمو دي. نوموړې وايي چې دغو کسانو ته نه خو د پاکستان حکومت د وکيلانو سهولت ورکوي او په عربۍ ژبې د نه پوهېدو له امله د عدالت په اورېدنه هم نه پوهېږي خو بلخوا په جده کې د پاکستانۍ کونسلګرۍ د ښېګړې څانګې يوه چارواکي محمد فيصل د ندا جعفري خبره رد کړه او وايي چې د دوی عمله تل له بندیانو سره په رابطه کې وي.

فیصل زیاتوي: ''موږ بنیدیانو ته له ترجمان سره سره د وکيل سهولت هم ورکوو او د مقدمې د ټولو اسنادو ترجمه هم ورته کوو. د عدالت د کاروايي پر مهال د عربۍ تر جمان هم موجود وي. نو له هرې خبرې او له هر څه یې خبروو. په دې کې زیاتې مقدمې د نشيي توکیو په حواله وي. دا هغه کسان وي چې یا خو خپله نشيي توکي کاروي او يا يې خرڅوي.''

دا چې حکومت په سعودي عرب کې د دې پاکستاني وګړو لپاره څه هلې ځلې کوي او که نه؟ په دې اړه مې د قا مي اسمبلۍ د بهر ميشته پاکستاني وګړیو لپاره د قا يمه کميټۍ غړي جمال لدين نه وپوښتل نو هغه وويل، تېره اوونۍ په دې اړه د کمېتۍ غونډه وه خو د بهر مېشته پاکستانيو وګړیو لپاره وفاقي وزير پکې ګډون نه وو کړی. د نوموړي وینا وه چې په سعودي عرب کې له پاکستانيو وګړو سره ډېر ظلم کېږي او چې کله یې دا ستونزه خپل حکومت ته ګوته کړه نود وزارت سيکرېټري وويل چې ''موږ کوشش کوو.''

د ندا جعفري په خبره په پاکستان کې د انساني قاچاق کاروبار سره تړلي خلک د دې وګړو سعودي عرب ته په استولو کې ککړ دي، دا غريب خلک دي ليک لوست باندې نه پوهېږي او د غریبۍ له وجې سعودي عرب ته مزدورۍ له ځي.

د یادولو ده چېڅو میاشتې مخکې د پاکستان د سفر پر مهال د سعودي عرب شاه سلمان ژمنه کړې وه چې په سلګونو پاکستاني وګړي به له جېلونو خوشې کوي خو تر دا مهاله هغه کسان نه دي خوشې شوي.

XS
SM
MD
LG