د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې د یو تن د وژل کېدو خلاف مظاهرې شوې دي‌


په امریکا کې مظاهرې
په امریکا کې مظاهرې

په امریکا کې د یو تور پوستي تن د وژل کېدو خلاف مظاهرې د لا پراخېدو په حال کې دي.

د جارج فلویډ په نوم دغه تن تېره اوونۍ په مینیا پولیس ښار کې د یو سپین پوستي پولیس افسر لخوا د تشدد پر مهال وژل شوی و.

له پرونه راهېسې د امریکا په اکثرو ایالتونو کې خلکو د پولیسو د دې اقدام پرضد مظاهرې پیل کړې دي.

د مې پر۳۰مه د امریکا د ملي ګارډ سرتېري له سهاره راهېسې په واشنګټن ډي سي ښار کې ولاړ دي.

هلته یو شمېر پارېدلو مظاهره کوونکو د سپینې ماڼۍ د باندې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرضد شعارونه ورکړي.

که څه هم په زیاتو سیمو کې مظاهرې سوله ییزې دي، خو په یو شمېر سیمو کې بیا د تشدد او اړي ګړي راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د اړي ګړي راپورونه له میناپولیس، میني سوټا، مشیګن، اټلانټا، جارجیا، رچمنډ، ورجینیا او اوهایو ښارونو څخه رارسېدلې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG