د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران لویدیځې سیمې زلزلې ولړزولې


آرشیف
آرشیف

د ایران په لویدیځ کې کوه کیلویه او بویر احمد ولایتونه د مې پر ۲۴مه، یوې زلزلې ولړزول.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې د مې پر ۲۴مه وویل چې د دې زلزلې زور د ریښتر په پیمانه پنځه اعشاریه یو درجې وو.

ایرنا خبري آژانس، د تهران پوهنتون د جیوفزیک انستیتیوت په حواله وايي چې زلزله په سیمه ییز وخت د ماسپښین په شل کم دوو بجو وشوه او مرکز یې د ځمکې په لس کیلومتره ژور تل کې وو.

سمدستي د دې زلزلې د انساني تلفاتو او زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.

ایران د ځمکې په هغه موقعیت کې پروت دی چې ډېرې زلزلې پکې کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG