د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسراییلو د وزیراعظم خلاف عدالتي کارروايي پیل شوې


نتنیاهو د مې پر ۱۷مه په پنځم وار د وزیراعظم په حیث لوړه وکړه.
نتنیاهو د مې پر ۱۷مه په پنځم وار د وزیراعظم په حیث لوړه وکړه.

د اسراییلو د وزیراعظم بینیامین نتنیاهو پرضد د درغلیو مقدمه، د مې له ۲۴مې څخه، د بیت المقدس په یو عدالت کې پیل شوې ده.

نوموړی لومړی برحاله اسراییلی وزیراعظم دی چې پرضد یې جنايي تحقیقات کېږي او هغه به عدالت ته وړاندې کېږي. بینیامن نتنیاهو دا مقدمه سیاسي ځورونه بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نوموړي یوه اوونۍ وړاندې په پنځم ځل د یووالي د حکومت د مشر په توګه سوګند وکړ.

نوموړي تر درو بې نتیجو انتخاباتو او تر یو کال سیاسي ځنډ وروسته سوګند پورته کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG