د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند او بنګلا دېش کې توپان مالي او ځاني تاوانونه اړولي


توپان د خلکو ژوند اغېزمن کړی دی.
توپان د خلکو ژوند اغېزمن کړی دی.

په ختيځ هند او بنګلا دېش کې امفان نومي توپان له ۱۰۰ زيات کسان وژلي او ميليونونه يې بې کوره کړي دي.

چارواکو د مې پر ۲۳مه وويل چې دا په تېرو ۱۰ کلونو کې تر ټولو لوی توپان دی چې د مې پر ۲۰مه په سيمه کې راغلی او تر دې وروسته سخت بارانونه شوي.

د هند په غربي بنګال ایالت کې لږ تر لږه ۸۰ او په بنګلا دېش کې د ۲۲ کسانو د وژل کېدو خبرونه راغلي.

د توپان له وجې په هغو سيمو کې د ژوند د نورو سهولتونو ترڅنګ فصلونو ته هم زښت زيان اښتی دي.

د غربي بنګال اعلا وزيرې ممتا بېنرجې پرون وويل چې توپان دې ملي ناورين وګرځول شي او له وفاقي حکومت يې مرستې غوښتې دي.

سيمه يیزو چارواکو ويلي دي چې د توپان له وجې ۱۵ میليونه کسان اغېزمن شوي او تر يو ميليون زيات کورونه ړنګ شوي دي. هغوی وايي سيمې ته د خواوشا ۱۳ اربه ډالرو تاوان رسېدلی.

زيراعظم نريندر مودي د توپان ځپلې سېمي څخه لیدنه هم کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG