د لاسرسي ځای

تازه خبر

صالح: طالبان له تاوتریخوالي او وژنو پرته په بل هېڅ چلند باور نه لري


امرالله صالح
امرالله صالح

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال د طالبانو د مشر وروستي پیغام ته سخت غبرګون ښودلی دی.

امرالله صالح نن چهارشنبه په خپل فیسبوک کې ولیکل چې طالبان له تاوتریخوالي او وژنو پرته په بل هېڅ چلند باور نه لري.

د طالبان مشر ملا هیبت الله نن چهارشنبه د کوچني اختر په مناسبت یوه پیغام کې چې د دې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا خپور شو، له خپلو وسله والو غوښتي چې خپل اهداف په لا جدیت تعقیب کړي، لیکي پیاوړي او اداري جوړښتونه لا منظم کړي.

د ملا هبت الله په اوږده اختریز پيغام کې د تاوتریخوالي د کمېدو، اوربند، سولې او بین الافغاني مذاکراتو په اړه څه سپارښتنې او یادونه نه ده شوې.

هغه یواځې له امریکا سره د طالبانو د فبروري د ۲۹ تړون یاد کړی او له امریکا یې غوښتي چې په خپلو ژمنو ودرېږي.

د طالبانو مشر داسي مهال د دې ډلې پر اهدافو ټینګار کوي چې د افغانستان د سولي لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې دی او تمه ده د بین الافغاني خبرو په اړه له افغان مشرانو سره خبري وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG