د تخار ولایت امنیتي چارواکي وايي چې بېګا شپه په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې نهه ولسي پاڅونوال د طالبانو لهخوا وژل شوي.
د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر ازادي راډیو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو د ولسي پاڅونوالو په دوو پوستو بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې د ملک تاتار د ولسي پاڅون د ډلې نهه غړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
اسیر وویل چې په دې نښته کې طالبانو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.