د لاسرسي ځای

تازه خبر

دفاع وزارت: کندز کې ۲۳ طالب وسله وال وژل شوي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان دفاع وزارت په کندز ولایت کې د ۲۳ طالب وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال فواد امان پرون ماخوستن ازادي راډیو ته وویل، دا جګړه‌ماران پرون د کندز په چهاردره ولسوالۍ کې په هوايي حمله کې وژل شوي دي.

ده زیاته کړه: "د کندز په چهاردره ولسوالۍ کې په یوه هوايي حمله کې ۲۳ طالبان ووژل شول او لوی شمېر وسلې او مهمات‌یې له‌منځه لاړل.

طالبانو د خپلو ۲۳ غړو د وژل کېدو خبر رد کړی دی.

په کندز ښار کې پرون یوه درنه چاودنه وشوه چې په‌کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ووژل شول او ۱۸ نور ټپيان شول.

دا چاودنه څو ساعته مخکې له هغه وشوه چې د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد کندز ته سفر وکړ.

ښاغلی خالد د امنیتي وضعیت ارزولو په هدف دغه ولایت ته تللی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG