د پروان امنیتي چارواکي وايي چې سې شنبه ماښام پر یوې دیني مدرسې د ناپېژانده وسلهوالو په برید کې ۱۰ ملکیان وژل شوي او ۱۶ تنه ټپيان دي.
د پروان د امنیتي ځواکونو د هماهنګۍ مرکز قوماندان الوزي احمدي ازادي راډيو ته وویل، ناپېژانده وسلهوالو د روژهماتي پر وخت د مرکز چارېکار اړوند خلازايي کلي کې پر یوې دیني مدرسې او جومات برید وکړ او هلته ټول روژهتیان یې په مرمیو وویشتل.
هېڅ معلومه نهده چې چا دا پېښه کړې او چارواکي وايي چې څېړنې یې پیل کړې دي.
د پېښې ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي، خو د خلازايي کلي اوسېدونکي د دې پېښې په غبرګون راوتلي او وايي چې جنازې کابل ته انتقالوي او هلته اعتراضي غونډه نیسي.
بلخوا
په خوست ولایت کې په یوه جومات کې د تراوېح لمونځ پر مهال په وسلهوال برید کې درې کسان وژل شوي دي.
د خوست د والي ویاند طالب منګل په دې اړه پرون ماخوستن ازادي راډيو ته داسې وویل: "د شپې نهه بجې د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ اړوند ګورچکو کلي کې پر لمونځ کوونکو وسلهوال برید شوی چې له املهیې دوه کسان هملته شهیدان شوي او درېیم کس د ټپونو له کبله ساه ورکړې او یو ماشوم ټپي شوی چې اوس تر درملنې لاندې دی."
د ښاغلي منګل په وینا د دې پېښې په اړه جدي پلټنې پیل شوې دي.
د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نهدی منلی.