د کورونا وایرس د خورېدو له خطر سره سره په نړۍ کې د ټولبند نرمولو لړۍ روانه ده.
د یورپ او اسیا هغه هېوادونه چې کورونا تر ټولو ډېر ځپلي ښاربند یا لاکډاون پکې نرمېږي. بلخوا برازیل د یاد وایرس لوجې تر ټولو ډېر ځپل شویو هېوادونو کې شامل شو.
په فرانس، اټلي او یونان کې د مې پر ۱۷مه په دویمه ورځ هم سمندري غاړې د خلکو لپاره پرانستې وې.
په سپین کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د کورونا وایرس لوجې په یوه ورځ کې په اول وار له سلو (۱۰۰) کم مړي رپورټ شوي دي.
د کورونا وایرس په اړه شمېرې راټولوونکي جان هاپکینز پروهنتون ترمخه په نړۍ کې تر نن سهاره (مۍ ۱۸ مه) یاد وایرس څه د پاسه ۴۷،۱۳۰۰۰ کسان ناروغه کړي چې پکې یې له ۳،۱۵۰۰۰ څخه زیات مړه کړي او نزدې ۱۷،۳۴۰۰۰ کسان له کورونا پاخه شوي.