د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حسیبې شهید اتم تلین


حسیبه شهید

پراګ - د مې میاشتې ۱۷مه د حسیبې شهید اتم تلین دی. حسیبه شهید چې د مشال راډیو خبریاله وه، اته کاله وړاندې د چک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کې په یوه ترافیکي پېښه کې اول ژوبله او بیا يې په روغتون کې سا ورکړه.

خو د حسیبې یادونه، د هغې له ژونده ډکه مسکا او احساس نن هم ژوندي دي.

د هغې د اواز خواږه اوس هم د هغې د مینه والو په لاشعور کې ازانګې کوي.

دوى له مړينې سره سره ژوندي وي او د ژونديو انسانانو د ژوند لار روښانوي.

ژوند نیمګړی دی خو د ځينو خلکو له تګ سره نور هم نیمګړی او بې خونده شي.

د داسې انسانانو موجوديت احساسېږي.

حسیبه یوه داسې خبریاله او شاعره وه چې لاړه، خو له ځان سره يې د خپلو مینه والو د برخې سپرلي هم یووړل.

پر ګوردې یې نور.

د حسیبې شهید شعر د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

د حسیبې شهید اتم تلین
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:56 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د حسیبې شهید یو نظم چې د میونخ په نارنج ګل مشاعره کې يې ویلی وو.

عنوان: د زیارت کوترې

هاغه د کلي لار ده
پخوا لکه شلېدلی هار
دم په دم اېسارېدم ورته
مرۍ به مې را اخیستې
اوس لکه د مار لکۍ
بند په بند ماینونه دي
بیرته نوک نیولې شوم
د ښار پر لورمې مخه کړه
د ښار زیارت ته ورغلم
تعویذ مې له ملنګه غوښت
ملنګ په کړیکو وزل
کوترې ترې نه تللې وې
غرونه ته مې چیغه کړه
هلته وسله وال ول پټ
هلته سرې لوخړې وې
منډه مې کړه منډه مې کړه
هرې خوا ته ولاړمه
هرې خوا ته مړي وو
جوړې هدیرې دې ټول
ژوند پکې درک نه وو
منډه مې کړه منډه مې کړه
نوره مې ساه تنګه شوه
لاړم له وطنه زه
دلته وسله وال نشته
چیغه نشته غم نشته
هرې خوا ته ژوند ګورم
تیاره نشته ماتم نشته
خو ماته هر څه هرڅه شته
انې مې رایادېږي
ننې یې دلته نشته
منګۍ مې رایادېږي
ټپه یې دلته نشته
بابا مې رایادېږي
هوجره یې دلته نشته
کوترې د زیارت مې
تر سترګو سترګو کېږي!!

۲۸ کلنې حسیبې شهید په ۲۰۱۰ز کال له مشال سره د پروډیوسرې په توګه خبریالي پیل کړه چې د خپل مسلکي ژوند په دغه څه باندې دوو کلونو کې یې د ښځو حقونو په باب د یو لړ راپورونو په چمتو کولو سره د ازادې اروپا راډيو کې څو ځله جایزې اخیستې او د دې ترڅنګ یې د مشال راډيو لپاره د باختر ستوري په نامه د اونیزو پروګرامونو یوه لړۍ پیل کړه او په دا ورستیو کې یې د مشال راډيو لپاره د ''کیږدۍ کیږدۍ'' په نامه فیچري پروګرامونه ترسره کړل چې د پښتنو په لروبر کې د کوچیانو پر ژوند و ژواک د هغوی پر کلتور، ټولنیز ژوند او اقتصاد باندې راڅرخېدل.

حسیبې په یوه داسې ټولنه کې سترګې غړولې وې چې لاهم پکې د ښځو پروړاندې ټولنیزې ناخوالې وجود لري او د نارینه وو په پرتله ورسره په څرګنده توپېري چلند کېږي.

خو په دغسې یوه چاپیریال کې له سترېدو سره سره هغه نه یوازې په خپلو حقونو خبره وه بلکې د خپلې خاورې د نورو ښځو د حقونو لپاره یې په ډاګه غږ پورته کاوه.

هغه چې څنګه ستره شوې نو په کابل، جلال آباد، پېښور او بیا په پراګ کې چې چېری هم د زده کړې یوه اداره وه نو غوښت یې چې یو څه زده کړه پکې وکړي.

همدا وجه وه چې حسیبې په فارسي، اردو او انګلیسۍ ژبو هم خبرې کولای شوای او په پراګ کې یې د خپل ژوند تر وروستۍ ورځې د چیکۍ ژبې په زده کړو بوخته وه.

د حسیبې په باب د آزادې اروپا د بېلا بېلو راډيوګانو خبریالیان وايي چې هغه ژوند وو، تل به یې له هر چا سره په خندا او مسکا ستړي مه شې کوله.

هغه یو دومره ګړندۍ او غړیالۍ میرمن وه چې له خپله وطنه لرې په اونۍ کې پنځه ورځې هره ورځ اته ساعته د خپل مسلکي ژوند ترڅنګ به یې خپلو دوو ګلالیو ماشومانو سمون او شېبې او کورنۍ ته هم وخت یوست او کرۍ ورځ به په دې اخته وه چې دا کار وکړي هاغه کار وکړي.

له دې ټولو سربېره هغه یوه تکړه شاعره هم وه خو د شعر ځانګړنه یې دا وه چې دې پکې تر ډېره خپل ژوند رانغښتی دی.

حسیبه خپل ژوند لیک په خپل یوه نظم کې داسې انځوروي.

"زه مهاجره مرغۍ"
سمسور فریاد، وینه، ماتم مې د هیواد نښه ده
زه په جګړې کې زیږدلې یمه

د زیږدو نېټه مې
کټ مټ د دې کلي د جنګ په شانې
راته معلومه نه ده
د ښونځي لاره مې
په لوګو وموندله
اولومړنۍ زده کړې مې
د راکټونو د درزا په بدرګه کړي دي.

تر منځني ښونځي
مې د ماینونو ترمنځ لار وهلې.
او لوړې زده کړې مې
د بل اسمان تر سورې لاندې.
پردو کوڅو کې کړي.

ما بې کورۍ کې تجربه کړې ده
بې وطني مې فلسفه ده د ژوند
ما د کړاو او له دردونو څخه زده کړه کړې
تنها ژړا مې تجربه ده د ژوند

زما تاریخ هم ټول په وینو سور دی
زما کاري تجربې
ټولې تړلې له جګړو سره دي

ماته ژړا، لکه خندا داسې ده
زه مې د اوښکو په باران کې لویه
له ما نه مه غواړئ چې ښه اوسمه
د تش په نوم ملي غرور سندرې
هسې وایم

مورنۍ ژبه مې د ځان دښمنه
پردیو ژبو سره کار لرمه
خپل دین مذهب مې اوس
په خپله وژني
د بل له مذهب سره روزګارلرمه
زما احساس هم اوس پردی احساس دی
دغم مضمون کې دوکتورا لرمه
زما نورحال بیا په ګمنامې پتې
له یوې ورکې پلورل شوې انجلۍ
او یوه بې وسه ځوریدلې مورنه
یتم خانې سره نېږدې
او د کډوالو کمپ کې
له یوې کونډې واخلئ

زما اوس داسې پیغمبر پکار دی
چې سرتر پایه مې شهرت بدل کړي
له مرورو ځان سره ما پخلا کړي
زما د ټول ژوند واقیعت بدل کړي

ماته ډیوه د معرفت بله کړي
زما د کرکی ذهنیت بدل کړي
ما له نړې سره په لار سمه کړي
زما د وینې بیه لږ لوړه کړي
زما له نومه د وحشت ټکي پاک کړې
زما له سترګو اوښکې بل ځای یوسي
او ماته وښايي چې
ژوند کې رڼا څنګه وي
ژوند کې ښکلا څنګه وي
ژوند کې خندا څنګه وي؟

حسیبې یو داسې روڼ فکر له ځان سره یو وړ چې خپل کړېدلی ولس یې د تل لپاره له دې شعوري رڼا بې برخې کړ. روح دې ښاد وي.

ستر خوشال وايي،

ډېر مین یې وبله تېر کړل
فلک نه لري زړه سوی

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG