د لاسرسي ځای

تازه خبر

((چای دې وڅښلې که نه؟))



ګل ایاز، مشال راډیو

((ګله!)) دا هغه نوم وو چې هره ورځ زما تر غوږو کېده.

دا غږ تر ټولو بیل وو ځکه چې یوازې حسیبه شهید وه چې په خوند به یې زما نوم اخیسته. زه له هغه غږه محروم شوم، ځکه چې غږ کوونکې پخپله خاموشه شوه!!

اوس به دا غږ زه په لا شعور کې له خپل ځان سره ګرځوم. او افسوس دا چې دا غږ ازانګه نه لري.....

کاشکې داسې نه وای شوي، ما به نوره همکاري ورسره کړې وای، ما به د هغې پر ځای د شپې ډیوټۍ (کار) کړی وای، ما به د هغې پر ځای خبرونه ویلي وای، ما به ......!!

موږ نه یوازې یوه تکړه خبریاله بلکې یوه ډېره ښه ملګرې له لاسه ورکړه.

د حسیبې هره یوه کیسه جالبه ده، زه کومه، کومه به یادوم؟

هغه د ژوند له رنګونو ډکه وه. هر رنګ یې له خپل ځان سره یوه جلا کیسه بیانوله.

ما ته ملګري وايي: ((ته د شاعرۍ ذوق نه لرې))، خو یوه خبره له ما هېرېږي چې د حسیبې په شاعرۍ ډېر ښه پوهېدم. هر کله به یې چې شعر ولیکه، نو سمدستي به یې ماته لوست.

اکثر به موږ له خپلو ملګرو سره د دفتر په کیفې ټیریا کې د چای څښلو له پاره ناست وو نو موږ به یوه خبره کوله چې د ((د حسیبې په کیسه سر خلاص دی)). په ځواب کې به دې له خندا سره، سره داسې خبرې وکړې چې موږ به حیرانه شو چې دا ځوانه نجلۍ د ژوند په فلسفو څومره پوه ده!!!!

له دوو کالونو زیات رفاقت، په یوه لیکنه کې را غونډول ډېر ګران کار دی، خو یوه وروستۍ خبره چې ډېر زیات مې دردوي هغه د حسیبې د چای ترماس دی چې اوس هم زما پر مېز، زما مخې ته پروت دی!!

حسیبې به د هرې اوونۍ د خالي په شپې، زموږ له خوږ ملګري عبدالحی کاکړ سره ډیوټي کوله او چې سهار به موږ راغلو نو زما مېز ته به راغله او ترماس به یې زما پر مېز کښېښود.

وروسته به یې له ما دا هم وپوښتل: ((چای دې وڅښلې، که نه؟))

ترماس اوس هم پر مېز پروت دی، خو زموږ حسیبه نوره نشته.
XS
SM
MD
LG