د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حسیبې شهید اتم تلین


د حسیبې شهید اتم تلین
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:56 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

پراګ - د مې میاشتې ۱۷مه د حسیبې شهید اتم تلین دی. حسیبه شهید چې د مشال راډیو خبریاله وه، شپږ کاله وړاندې د چک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کې په یوه ترافیکي پېښه کې اول ژوبله او بیا يې په روغتون کې سا ورکړه. خو د حسیبې یادونه، د هغې له ژونده ډکه مسکا او احساس نن هم ژوندي دي. د هغې د اواز خواږه اوس هم د هغې د مینه والو په لاشعور کې ازانګې کوي. دوى له مړينې سره سره ژوندي وي او د ژونديو انسانانو د ژوند لار روښانوي. ژوند نیمګړی دی خو د ځينو خلکو له تګ سره نور هم نیمګړی او بې خونده شي.

XS
SM
MD
LG