د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا کې کورونا وبا ۳۶ میلیونه کسان بې روزګاره کړي


ارشیف
ارشیف

په امریکا کې شا او خوا درې میلیونه نورو کسانو هم د بېکارۍ له امله د مرستو غوښتنه کړې ده.

له دې سره په امریکا کې د هغو کسانو شمېر چې د کورونا د خپرې شوې وبا له کبله یې دندې له لاسه ورکړي، شاوخوا ۳۶ میلیونو ته ورسېد.

په داسې حال کې چې د شپږمې پرلپسې اوونۍ لپاره په امریکا د هغو کسانو شمېر په کمېدو دی چې د بې کارۍ له کبله د دولتي مرستو غوښتنه کوي، خو د کورونا وبا د خپرېدو له کبله په نړۍ کې اقتصادي زیانونه لا هم مخ په زیاتېدو دي.

د اروپا، اسیا او شمالي امریکا اقتصادونه د بې کارۍ د زیاتېدو او د تولیداتو له کمي سره مخ دي.

د اقتصاد پوهانو د وړاندوینو پر بنسټ په امریکا کې د بېکارۍ کچه په ۱۰۰ کې له ۱۵ پورته شوې او ممکن په سلو کې تر شلو ورسېږي.

دا مهال په امریکا کې له شپږو یو کارګر د کار له مارکیټ وتلی دی.

په امریکا کې د دویمې نړیوالې جګړې راهېسې دا د بیکارۍ تر ټولو لوړه اندازه ګڼل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG