د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورخم لار د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره بیا پرانستل کېږي


د تورخم دروازه
د تورخم دروازه

پاکستان د سوداګرۍ په موخه د تورخم لارې، یو وارې بیا ۲۴ ساعته پرانېستو لپاره چمتو والی نیسي.

په دې اړه پرون ماښام په تورخم کې د افغانستان او پاکستان د چارواکو ترمنځ غونډه وشوه. په غونډه کې د سوداګرو استازي هم شامل وو.

پاکستاني چارواکي وايي، افغان لوري ترې غوښتنه کړې ده چې د تورخم دروازه دې یو وارې بیا د تجارتي هلو ځلو لپاره شپه او ورځ پرانېستل شي.

پرونۍ غونډه کې افغان چارواکو وویل، د افغانستان غاړې ته د تجارتي ګاډو د د ۲۴ ساعته تګ راتګ لپاره تیاری لري. پاکستاني لوری وايي، دا کار ممکن دی او په دې اړه به وروستۍ پرېکړه مرکز کوي.

د خیبر چیمبر اف کامرس یا د سوداګرۍ خونې یو چارواکی شاهد شینواری وايي، د دواړو حکومتونو چارواکي په دې هوکړې ته رسېدلي او په دوو درو ورځو کې به د تورخم په دروازه شپه او ورځ د تجارتي ګاډو تګ راتګ پیل شي.

د تورخم په دروازه تجارتي هلې ځلې او د مساپرو تګ راتګ د مارچ له ۱۶مې د محدودیتونو سره مخ شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG