د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د کورونا واکسین جوړېدل به یو کال وخت ونیسي"


د کورونا وایرس ټيسټ
د کورونا وایرس ټيسټ

د اروپايي ټولنې د درملو اداره وايي، کېدای شي د یوه کال په موده کې د کورونا وایرس لپاره واکسین تیار شي.

د یادې ادارې یو مشر مارکو کوالیري د مې پر ۱۴مه وویل، په هیلمنو شرایطو کې ښايي په یوه کال کې د کورونا د مخنیوي لپاره د واکسینو پليکولو منظوري ورکړل شي.

هغه وویل، کېدای شي، دا کار زیات وخت ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې اکثره هېوادونه په دې اړه فکر کوي چې څنګه ټولبند ختم او اقتصادي هلې ځلې بیا پیل کړي او ترڅنګ یې د کورونا وایرس مخه هم ونیسي.

د جانز هپکېنز پوهنتون لخوا خپرې شوې د نن ورځې شمېرې ښيي چې کورونا په ګرده نړۍ کې تر ۴۴ لکو زیات کسان وړجن کړي، تر درو لکه زیات یې وژلي او ۱۵ لکه تر پاخه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG