د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وبا او د پښتنو سیاسي مشرانو احتیاطي تدابیر


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

په داسې حال کې چې په پاکستان کې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ورځ تر بلې زياتېږي، سياسي مشرانو يو ځل بيا پر ولس د احتياطي تدابيرو خپلولو غږ کړی دی.

د کوويډ ۱۹ په نوم له نوي کورونا وايرسه د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې د عام ولس په ګډون ځېنې حکومتي چارواکي، سياسي مشران او د حقونو فعالان هم اغېزمن شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين چې کله د مې پر ۱۳مه ناوخته پر خپله فېسبوک پاڼه اعلان وکړ چې په کورونا وايرس اخته شوی نو لسګونه زره کسانو يې ويډيو وکتله.

هغه په خپل ويډيويي پيغام کې پر ولس غږ وکړ چې له کورونا وايرسه د مخنيوي لپاره دې له احتياطه کار واخلي.

له کورونا وايرسه د مخنيوي لپاره دې له احتياطه کار واخلي.
منظور پښتین


نوموړي پر دې مهال وويل چې ځان يې قرنطين کړی خو نور خلک هم بايد له يوه بله واټن وساتي او ماسک وکاروي.

"د وايرس خپرېدو لويه ذريعه لاسونه دي نو له يو چا سره له روغبړ وروسته بايد خلې، پوزې يا سترګو ته يو نه وړل شي."

له نوموړي وړاندې د پاکستان له قبايلي سيمو قامي اسمبلۍ ته منتخب استازي علي وزير او منير اورکزی او د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر هم په کورونا وايرس اخته شوي چې علي وزير لا هم تر درملنې او قرنطين لاندې دی.

اخوا د پاکستان سېنېټ غړی او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وايي چې د خپلې کورنۍ پنځه غړي او د تره د کورنۍ اته غړي يې په کورونا وايرس اخته شوي دي.

نوموړی زياتوي چې د ګوند ټولو غړيو ته يې لارښوونه کړې چې پر کور کښېني.

"موږ په سياسي، قومي او انساني توګه باندې د خپل ولس ژوند غواړو. که کورونا ته ماتې ورکول وي نو بايد سړی پر کور کښېني. موږ خپلو ټولو غړيو ته د ټولنېزو رسنيو له لارې او ورسره د مشر محمود اڅکزي دا پيغام رسولی چې پر کور کښېنئ."

نوموړی زياتوي چې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر له هغه څو چنده زيات دی چې حکومت يې وړاندې کوي.

پر نوموړي سربېره يو شمېر روغتياپالانو هم مشال راډيو ته ويلي چې د ازموينې د ماشينانو د کمي له کبله د ډېريو کسانو کورونا ازموينې نه دې شوي خو د هغوی له علاماتو ښکاري چې په دې وايرس اخته دي.

د مې تر ۱۵مې په پاکستان کې کورونا وايرس تر ۳۷ زره زيات کسان نيولي او ۸۰۳ يې وژلي دي. خو له دې وبا تر ټولو زيات کسان په خيبر پښتونخوا کې وژل شوي چې شمېر يې ۲۸۴ دی.

په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند پارليماني مشر سردار حسېن بابک وايي چې د دې نړيوالې وبا د مخنيوي لپاره خپله هم پر احتياطي تدابيرو عمل کوي او ولس ته يې هم د فاصلې ساتلو او صفايي کولو لارښوونه کړې ده.

د هغه په خبره خپل ټول تنظيمي او سياسي پروګرامونه يې ځنډولې دي.

"موږ تر باچا خان ټرسټ لاندې ملګري ډاکټران، ملګري استادان او د ګوند د ځوانانو قامي تنظيم په ګډه په رضاکارانه ډول د ولس مرستې کوو. په هغوی کې مو د پوهاوي راوستلو سره سره له غريبانانو سره د مرستو او هسپتالونو کې د مرستو سلسله روانه کړې ده."

په خيبر پښتونخوا او مرکز کې واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف هم وايي چې په حکومتي او تنظيمي چوکاټ کې دننه يې د کورونا وايرس د مخنيوي لپاره هلې ځلې روانې دي.

د دې ګوند مشران وايي چې له لومړۍ ورځې هڅه کوي چې روغتونونو ته اړين وسايل ورسوي او تر احساس پروګرام لاندې يې په ۸۵ لکه بېوزلو کورنيو کې ۱۰۳ اربه روپۍ تقسيم کړي او دا لړۍ لا روانه ده.

اخوا په بلوچستان اسمبلۍ کې د جمعيت علما اسلام (ف) پارليماني مشر مولانا عبدالواسع وايي چې د ګوند مشرانو خپلو غړيو ته د احتياطي تدايرو لارښوونه کړې او خپلې ټولې تنظيمي هلې ځلې يې په ټپه درولي دي.

"جمعيت علما اسلام [ف] د غريبانو او ناروغانو د خدمت او مرستې لپاره د ټول قام توجه را اړولې ده. زموږ قيادت هدايات جاري کړي چې د خلکو مرسته وکړئ. زموږ رضاکاران سپرې او صفايان کوي او د بېوزلو تر کورونو ضروري شيان رسوي."

د پاکستان د روغتيا چارواکو په وينا د پاکستان په پنجاب صوبه کې په ۱۳۹۱۴، په سيند کې ۱۴۰۹۹، په خيبر پښتونخوا کې ۵۴۲۳، په بلوچستان کې ۲۳۱۰، په اسلام اباد کې ۸۶۶، په ګلګت بلتستان کې ۵۰۱ او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې په ۱۰۵ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

په دې کې شاوخوا ۹۷۰۰ کسان بېرته رغېدلي هم دي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

تر دې دمه په نړۍ کې تر ۴۵ لکه زيات کسان په دې وايرس اخته شوي چې څه باندې درې لکه ورڅخه مړه شوي او تر ۱۷ لکه زيات بېرته رغېدلي دي.

لاندې راپور د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.

د پښتني سیمو ګوندونه د کورونا وبا مخنيوي لپاره څه کوي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:34 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG