د پېښور های کورټ په ځینو کارکوونکو کې د کورونا وایرس مثبتو پېښو وروسته له نن[د مې پر۱۳مه] څخه عدالت تړل شوی دی.
د مې پر ۱۳مه د های کورټ رجسټرار لخوا په خپره شوي اعلامیه کې ویل شوي چې د حفاظتي ګامونو له مخه د مې تر ۳۱مې د عدالت تړلو فیصله شوې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي چې په پېښور های کورټ کې به یوازې دوه جلا جلا دوه کسیزه جرګګۍ کار کوي او یوازې د ضمانت کېسونو اورېدنې به کېږي.
د پېښور هاې کورټ په ۳۸ کارکوونکو کې د کورونا وایرس تصدیق شوی دی.
د شپږو کسانو نتیجې لا نه دي راغلي. د عدالت ټولو کارکوونکو ته عدالت ته تر راتلو وړاندې د تیسټونو کولو امر شوی دی.