د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او افغانستان کې د کورونا وایرس نوې پېښې ثبت شوې دي


د ټولبند تر نرمېدو وروسته پاکستان کې ګڼ خلک له کورونو بهر وتلي
د ټولبند تر نرمېدو وروسته پاکستان کې ګڼ خلک له کورونو بهر وتلي

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس تر ۲۲۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوې دي.

د حکومتي ووبپاڼې له وینا سره سم، په دې توګه د مې ۱۳مې تر سهاره په پاکستان کې د کورونا وایرس د ناروغانو شمېر ۳۴،۳۳۶ ته لوړ شوی چې ورڅخه یې ۷۳۷ مړه شوي خو ۸،۸۱۲ یې رغېدلي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د مې له نهمې راهیسې محدودیتونه نرم کړي او کاروبارونه یې بیا پرانیستي دي.

اخوا په افغانستان کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر ۴،۹۶۳ ته لوړ شوی دی.

د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، ناروغۍ د مې ۱۳مې تر سهاره په افغانستان کې ټول ۱۲۷ کسان وژلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG