د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تاجکستان ولسمشر د صحت وزیر ګوښه کړ


نسیم علیم زاده
نسیم علیم زاده

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د دغه هېواد د صحت وزیر له هغې وروسته د خپلې دندې لرې کړ چې په دغه هېواد کې په سرکاري توګه د کورونا وایرس د لومړنیو پېښو تصدیق شوی دی.

ولسمشر رحمان د مې پر پنځمه د یو امر پر لاسلیکولو سره د صحت وزیر نسیم علیم زاده لرې کړ او د هغه پر ځای یې جمالدین عبدال زاده د هېواد نوی د صحت وزیر وټاکه.

دا له نه ده مالومه چې د صحت پخوانی وزیر یې په کومو وجوهاتو د خپلې دندې لرې کړ.

۵۴ کلن د صحت نوی وزیر چې له پېشې یو ډاکټر دی، له ۲۰۱۷م کال راهیسې په د دوشنبې د یو روغتون د مشر په توګه کار کوي.

د تاجکستان د صحت وزارت تېره ورځ ویلي په دغه هېواد کې تر اوسه ۲۹۳ کسانو کې د کورونا وایرس تصدیق شوی او پنځه کسان ترې مړه شوی دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG