د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وایرس د چین له لېبارټرۍ راوتی: امریکا خارجه وزارت


امريکا بهرنيو چارو ويلي، داسې ډېر مهم شواهد شته چې کورونا وايرس د چين له یوې لېبارټرۍ راپېدا شوی دی خو مايک پامپيو د امريکايي استخبارتي ادارو هغه پايلې لانجمنې نکړې چې ويلي یې ول، وايرس انسانانو نه دی جوړ کړی.

ولسمشر ټرمپ او مايک پومپيو دواړه پر چين سختې نيوکې کوي او د وايرس په اړه دغه هېواد د شفافيت پر نشتوالي تورنوي.

پامپيو د مې پر درېمه نېټه د امريکا اې بي سي ټېليويژن ته وويل، کافي شواهد شته چې وايرس د چين ووهان ښار له لېبارټرۍ خپور شوی دی.

د چين انګريزي ژبې ورځپاڼې ګلوبل ټايمز د مې پر څلورمه نېټه په خپله اداريه کې د مايک پامپيو د مرکې په ځواب کې ليکلي، ښاغلی پامپیو هيڅ شواهد نلري چې وايرس د ووهان ښار له لېبارټرۍ راپېدا شوی دی.

کورونا وايرس اول ځل په ووهان ښار کې پېدا شوی وو چې وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو. وايرس د مې تر څلورمې پورې په ټوله نړۍ کې دوه لکه ۴۷ زده کسان وژلي چې پکې ۶۷ زره په امريکا کې دي.

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG