د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کم عمرو اېشیا کپ کې نيپال ته ماتې ورکړه


د افغانستان او نیپال ترمینځ د ډېسېمبر پر ۱۷مه د سیالۍ د یوې برخې انځور.
د افغانستان او نیپال ترمینځ د ډېسېمبر پر ۱۷مه د سیالۍ د یوې برخې انځور.

د ۵۰ اووره کرکټ د اېشیا کپ (اسیا جام) له ۱۹ کلونو څخه د کم عمره لوبغاړو ترمینځ د سیالیو په لړ کې افغانستان په خپله وروستۍ لوبه کې نیپال ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.

د ډېسېمبر پر ۱۷مه په دوبۍ کې په شوې لوبه کې لومړی بيټېنګ نيپال وکړ او ټول لوبغاړي یې په ۱۲۴ منډو اوټ شول. افغان لوبډلې دا هدف په ۲۷م اوور کې د څلورو وېکټو په زیان پوره کړ.

د افغانستان زیت الله شاهين د ۱۹ منډو په ورکولو د نيپال درې لوبغاړي وسوځول او د سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه یې واخیسته.

افغانستان تر دې مخکې خپلې دواړه لوبې بایللي چې له امله یې د سیالیو له بل پړاوه وتلی دی.

په دې لوبلړۍ کې د هند او پاکستان لوبډلې وار له مخه نیمه پایلوبې ته وتلې دي. هند خپلې درې سیالۍ ګټلي او پاکستان په درو کې دوه لوبې ګټلې دي. سري لنکا او بنګلادېش هم خپلې دوه، دوه سیالۍ ګټلې دي.

د کرکټ اېشيا کونسل تر څارنې لاندې د کرکټ تر ۱۹ کلونو د کم عمرو لوبډلو ترمینځ د اسیا جام سیالۍ د ډېسېمبر پر ۱۲مه پیل شوي او پایلوبه یې د همدې میاشتې پر ۲۱مه ترسره کېږي.

په دې سیاليو کې د اتو اسیايي هېوادونو لوبډلو برخه اخیستې ده چې په دوو ډلو وېشل شوې دي. په الف یا اې ګروپ کې پاکستان، هند، متحده عرب امارات او مالیزیا شامل دي. په ب یا بي ګروپ کې بیا افغانستان، بنګلادېش، سري لنکا او نیپال اچول شوي دي.

XS
SM
MD
LG