د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران ته به د درنو وسلو اخیستو اجازه ورنه کړي: پامپیو


د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د امريکا بهرنيو چارو وزیر مايک پامپيو ويلي چې ايران ته به د درنو وسلو د اخېستو اجازه ورنه کړي.

هغه د اپرېل پر ۲۹مه په يوه خبري غونډه کې وويل چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا سره به پر ايران د وسلو اخيستو د بندیز اوږدولو په اړه خبرې وکړي.

د دې بنديز موده د اکتوبر تر ۲۳مې ده.

دا پابندي پر ايران د اټومي پروګرام د غني کولو بنديز د موافقې برخه ده.

امريکا په ۲۰۱۸ز کال کې له دې موافقې وتلې او پر ايران يې نوي اقتصادي بندیزونه لګولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG