د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین د افغان حکومت د سولې هڅو ملاتړی دی: وانګ يي


د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیران
د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیران

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر د اپرېل پر ۲۸مه له خپل چینايي سیال وانګ يي سره ټېلېفوني خبري وکړې.

د وزارت ویاند ګران هېواد د اپرېل پر ۲۸مه په کابل کې خبريالانو ته وویل، اتمر په خبرو کې ټینګار وکړ چې افغانستان سولې ته ژمن دی او د پراخ اوربند او بین الافغاني خبرو ته یې پلانونه جوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر اشرف غني د اپرېل پر ۲۳مه د روژې په مناسبت له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه وکړه چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین رد کړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد زیاتوي، وانګ يي، اتمر ته ډاډ ورکړ چې د سولې د بهیر ترڅنګ د کابل او اسلام اباد د اړیکو ښه کولو هڅې کوي.

د چین بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۲۸مه په یوه بیان کې ویلي چې د افغان حکومت د سولې د هڅو ملاتړ کوي.

بیان زیاتوي چې د چین بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال سره په خبرو کې د افغانستان پر راتلونکي همه شموله سیاسي جوړښت هم ټینګار وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG