د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا کې د کورونا وایرس مثبتې پېښې تر یو میلیون زیاتې شوې


د امریکا تر ټولو زیات کسان په نیویارک کې مړه شوي
د امریکا تر ټولو زیات کسان په نیویارک کې مړه شوي

په امریکا کې په تېرو ۱۸ ورځو کې د کورونا وایرس مثبتې پېښې له دوه چنده زیاتېدو سره تر ۱۰ لاکه زیاتې شوې دي.

په عین وخت کې په امریکا کې د کووېډ – ۱۹ ناروغۍ له وجې د مړو شویو شمېر د وېتنام په جګړه کې د وژل شویو امریکایانو تر تعداده لوړ شو.

د اپرېل ۲۸مې تر ماخوستنه په امریکا کې د کورونا وایرس ناروغانو شمېر تر یو میلیون ورسېد چې په نړۍ کې د وایرس وهلیو د ټول شمېر درېیمه برخه جوړېږي.

د جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، په امریکا کې ناروغۍ تر اوسه تر ۵۸،۰۰۰ زیات کسان وژلي چې د نړۍ په یو هېواد کې د وایرس له وجې د مړو شویو تر ټولو لوړ شمېر دی.

دا ارقام پر داسې مهال خپاره شوي چې ځینو امریکايي ایالتونو او اروپايي هېوادونو د کورونا وایرس خپرېدو مخنیوي لپاره د محدودیتونو نرمولو اعلان کړی.

خو روغتیاپالانو خبرداری ورکړی چې که محدودیتونه په بیړه ختم شي نو کېدای شي چې وایرس یو ځل بیا خپور شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG