د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین او روس د کورونا وبا خلاف د ناټو په باب ناسم مالومات خپروي: سټولټنبرګ


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو سیکټري جنرل ینس سټولټنبرګ پر چین او روس تور لګولی چې د کورونا وایرس وبا خلاف د دوی هلو ځلو په اړه ناسم مالومات خپروي.

سټولټنبرګ د اپریل پر ۲۷مه له ازادې اروپا او نورو رسنیو ته په یوه ویډیويي غونډه کې وویل، د ماسکو او بیجنګ ځینې بیانونه نا سم دي چې د ناټو یو بېخي غلط تاثر ورکوي او د ناټو د غړیو هېوادونو پیوستون ته تاوان رسوي.

نوموړي وویل، دواړو هېوادونو داسې بیانونه ورکړي چې ګواکې د ناټو ایتلافي هیوادونه د مشرانو یا بوډاګانو په حفاظت کې پاته راغلي او یا دا چې غړي هېوادونه په ګډه کار نه شي کولای. خو نوموړي وویل چې دوی په ګډه کار کوي او بالخصوص هم دغه کار دی چې کوي یې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG